د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا پر خپله اېکس پاڼه پرون په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي، چې په ۲۰۲۳م میلادي کال کې یې له اړمنو افغانانو سره د ۵۳ میلیونه ډالرو مرسته کړې ده. اوچا وایي دغه پیسې یې د ملګرو ملتونو د چټک مرکزي غبرګون له صندوقه ترلاسه کړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د دې او نورو بنسټونو پر مرستو سربېره هم په افغانستان کې د لوږې کچه د اندېښنې وړ ده. د اوچا په خبره دا مهال ۱۷ اعشاریه دوه میلیونه افغانان په داسې بې وزلۍ کې دي چې نه پوهېږي، چې د یوه بل وخت خواړه به یې له کومه کېږي. د اوچا په خبره، په دغو بې وزله افغانانو کې درې اعشاریه اته میلیونه یې داسې دي چې په بېړني ډول د خوراکي موادو له نه خوندیتوب سره مخامخ دي.












