د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، سره له دې چې تېر۲۰۲۲کال مرستندویه ادارو په افغانستان کې ۲۵،۳ میلیون وګړو ته مرستې رسولي خو اړتیاوې لا هم خورا زیاتې دي. اوچا ویلي، په بېساري توګه د تېر کال له غبرګون سره سره د سږني ۲۰۲۳ کال لید مبهم او ستونزمن ښکاري. اوچا ویلي، د یوه تر ټولو ناوړه حالت د مخنیوي لپاره عاجل تمویل او یوه مناسب عملیاتي چاپيریال ته اړتیا ده. اوچا دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې په غیردولتي موسسو کې پر ښځینه کارکونکو د لګول شوي بندیز له کبله ډېرو مرستندویه ادارو په افغانستان کې خپل فعالیتونه یا بشپړ او یاهم جزي درولي دي.












