د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، افغانستان لا هم د نړۍ له سترو بشري بحرانونو څخه یو تجربه کوي او میلیونونه کسان په دغه هېواد کې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. د اوچا ویاندې اولګا چروکو په یوه خبري ناسته کې ویلي، مرستندویه بنسټونه بشري مرستې یوازې د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ وېشي او په دې بهیر کې سیاسي ملاحظات رول نه لري. نوموړې خبرداری ورکړی چې د بودجې کمښت د بشري مرستو د رسولو وړتیا له جدي ستونزو سره مخ کړې ده. د اوچا د معلوماتو له مخې، تر اوسه د افغانستان د بشري مرستو د پروګرام یوازې شاوخوا ۲۶ سلنه اړینه بودجه برابره شوې او د مرستو دوام د نړیوالې ټولنې لا ډېرو همکاریو ته اړتیا لري.













