چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

ايا سوريه به له امريکا سره ودرېږي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 12, 2025
in نړیوال خبرونه
0
ايا سوريه به له امريکا سره ودرېږي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نومبر په لسمه نېټه په سپينې ماڼۍ کې د سوريې رژیم له مشر احمد شرع سره لیدلي او پټې خبرې یې ورسره کړې دي.

دا د سوریې له خپلواکۍ (۱۹۴۶م کال) راهیسې لومړی ځل و، چې د دغه هېواد مشر امريکا ته سفر کړی او امريکايي مشر سره یې لیدلي دي.

You might also like

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر سوريې د بنديزونو معافيت غځولی او په بدل کې احمد شرع ورسره ژمنه کړې، چې هېواد به یې د داعش پر ضد د مبارزې په برخه کې له امريکا سره پوره همکارۍ وکړي.

شنونکي وايي، پر سوريې د امريکا د بنديزونو معافيت غځول به تر يوې اندازې د دغه هېواد اقتصاد په خوځښت راولي او هم به یې د اوسني رژيم د چارو لپاره ګټور وي. په ورته وخت کې، امريکا هم په منځني ختیځ کې د سوريې د اوسني رژيم پرمټ خپلې ستراتيژيکې ګټې ساتلی شي. خو بیا هم د دواړو هېوادونو په دوه اړخيزو اړيکو کې ناثابت عوامل زيات تر سترګو کېږي، نو امکان شته سوریه له امریکا سره په ژمنو کې پاتې راشي.

سوريه د ډيپلوماتيکې پراختيا لار لټوي

احمد شرع په داسې حال کې سپینې ماڼۍ ته داخل شو، چې پر موټر يې د سوریې ملي بیرغ نه و ځړېدلی او ډونالډ ټرمپ د نورو هېوادونو د مشرانو د هرکلي برخلاف، د سپينې ماڼۍ په دروازه کې ورته ښه راغلاست ونه وایه.

ډونالډ ټرمپ له احمد شرع سره له خبرو وروسته رسنيو ته ويلي، چې هغه يو قوي او ځواکمن مشر دی او امريکا به د سياسي انتقال په بهير کې ورسره مرسته وکړي.

د امريکا ماليې وزارت په همدې ورځ اعلان کړی، د ټرمپ هغه اجرايوي فرمان چې په مې مياشت کې يې پر سوريې د بنديزونو د معافيت لپاره صادر کړی و، ۱۸۰ ورځې نور هم غځولی دی.

احمد شرع امريکا ته د سفر عمده هدف دا و، چې واشګنټن پر دمشق لګیدلي بندیزونه لرې کړي، اقتصاد يې وغوړېږي او نړيوالې ټولنې کې يې حکومت رسميت پیدا او بېرته نړيوال ډګر ته ستون شي.

د دواړو خواوو خبرو ته په کتو، ښايي سوریه خپل هدف ته ورسېږي.

سوريې د امريکا په لارښوونې او نظارت د ترهګرۍ ضد همکارۍ کې مثبته رویه ښودلې ده.

د سوريې رژیم د مطبوعاتي ادارې مسئول مصطفی رسنيو ته ويلي، چې هېواد یې په وروستيو کې له نړيوالې ټولنې سره د داعش ضد همکاريو اعلاميه لاسلیک کړې او د ترهګرۍ ضد مبارزه او د سيمه ييز ثبات د ساتلو په چارو کې يې د ملګرتيا رول ثابت کړی دی.

د سوريې رژیم په وروستيو کې د دغه هېواد په ګڼ شمېر سیمو کې پر داعشيانو عمليات کړي او څه باندې اويا مشکوک کسان يې نيولي دي.

د سوريې د سياسي چارو شنونکی احمد اشکر په دې اند دی، چې سوريه په نړيوالې ټولنې کې د رسميت پېژندنې، نظامي روزنې او لوجستيک ملاتړ ترلاسه کولی شي او ښايي د سوريې رژیم ته پراخه ډيپلوماتيکه فضا هم برابره کړي او ګټې ورته ورسوي.

امريکا ته د احمد شرع سفر ښايي د سوريې او لوېديځو هېوادونو ترمنځ د اړيکو نوی باب پرانېزي.

دا سفر ممکن د سوريې په اړه د امريکا د پاليسۍ د بدلون او په منځني ختيځ کې د امريکايي ځواکونو د بيا ځای پر ځای کېدو لپاره يو مهم ګام وي

د سوريې مخکیني ولسمشر بشارلاسد له روسیې سره نږدې اړيکې درلودې او امريکا او اسرائيل پخوا سوريه د ايران په مشرۍ د مقاومتي ډلې د غړي په توګه بللې ده.

کله چې د تېر کال په ډسمبر کې د بشارلاسد واک وشړېده او حکومت يې چپه شو، نو د احمد شرع په مشرۍ وسله والې ډلې پر دغه هېواد ولکه ټينګه کړه.

احمد شرع واک ته له رسیدو سره سم له امريکا بیا بیا غوښتي چې پر سوریې لګیدلي بندیزونه لغوه کړي.

د امريکا دواړه ګوندونه دا نظر لري، چې پر سوريې د بنديزونو د لغوه کولو له لارې د شرع رژيم سره مرسته کول پر دغې سيمې د ايران د نفوذ په کمزورتيا او د داعش د بيا فعالېدو په مخنيوي کې مهم رول لوبولی شي او هم په سوريې او سيمه کې د روسیې او ايران اغېزه محدودولی شي.

Previous Post

شي جين پینګ د ايرلنډ نوې ولسمشرې کسرين کونولي ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

Next Post

چین پر نړيوالې ټولنې د سمندري چاپېريال د ساتلو غږ کړی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی
نړیوال خبرونه

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي
نړیوال خبرونه

نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي
نړیوال خبرونه

امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
Next Post
چین پر نړيوالې ټولنې د سمندري چاپېريال د ساتلو غږ کړی

چین پر نړيوالې ټولنې د سمندري چاپېريال د ساتلو غږ کړی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Play Roulette For Money Online

سپتمبر 8, 2025
پارس کې سبا د المپیکي لوبو پرانیسته کیږي

پارس کې سبا د المپیکي لوبو پرانیسته کیږي

جولای 25, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Explorând Lumea Jocurilor de Noroc în România: O Privire Asupra Cazinourilor Online

اگست 5, 2026
Uncategorized

La Verdad Detrás de Bet300: Explorando la Legitimidad y Opciones en el Mercado Argentino

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Allure and Risks of Online Gaming at Winit Casino

اگست 5, 2026
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اگست 5, 2026
امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved