چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home Uncategorized

ایا طالبان به امریکایانو ته د دوحې تړون نور هم تمدید کړي؟

نورمدین بلخېل 

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 6, 2021
in Uncategorized
0
ایا طالبان به امریکایانو ته د دوحې تړون نور هم تمدید کړي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

طالبانو څه د پاسه دیارلس میاشتې مخکې له امریکا سره د دوحې تړون لاسلیک کړ، د تړون یوه مهمه برخه دا وه چې باید امریکایان خپل ټول عسکر د ۲۰۲۱ کال د مې تر لومړۍ پورې له افغان خاورې وباسي، خو کله چې په امریکا کې د جو بایډن اداره را منځته شوه، نو ورسره د دوحې تړون د لوري بدلېدو لپاره یوه بانه پیدا شوه، هغه دا چې امریکایان به د مې تر لومړۍ له افغانستانه ونه وځي، چې دا به پرته له شکه د دوحې تړون یو ډول نقض هم وي.

اوس دلته درې خبرې دي: لومړۍ دا چې باید امریکایي ځواکونه د مې په لومړۍ نېټه ووځي، که چېرته امریکایي عسکر په یاده نېټه ووځي، نو طبیعي ده چې د سولې خبرو جریان پاتې دی، نو تر هغې به د افغان دولت او طالبانو تر منځ جګړه روانه وي څو چې د افغان دولت او طالبانو تر منځ یو سیاسي توافق را منځته کیږي، چې ممکن په دغه موده کې دغه وضعیت د افغان دولت د کمزورۍ باعث شي او طالبان به نورې ځمکې هم له افغان دولت څخه ونیسي. دویم دا چې امریکایان به له طالبانو سره په همغږۍ د مې له لومړۍ نېټې وروسته هم په افغان خاوره کې پاتې شي او په مقابل کې به امریکایان طالبانو ته یو څه هم ورکړي، خو اوس پوښتنه دا ده چې ایا طالبان به د امریکا دا غوښتنه ومني او که څنګه؟

You might also like

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

Emerging Trends in the UK Online Casino Market: Insights for 2026

 زما په نظر طالبان به هیڅکله دا غوښتنه او د تړون تمدید ونه مني، دا ځکه چې طالبان فکر کوي امریکا دا شل کاله په افغانستان کې د خپل ځان د پاتې کیدو او د خپلو ګټو لپاره پلمې پیدا کړې دي، نو دوی ته که دا تړون نور هم تمدید کړي، بیا به هم د تمدید له ختم وروسته امریکایان د ځان د ګټو او دلته د پاتې کیدو لپاره بله پلمه جوړوي چې دا به بیا هم د یو بل جنګ سبب وي، ځکه له نن شل کاله مخکې امریکایانو په دې دلیل چې اسامه بن لادن د نیویارک او واشنګټن په تروریستي پېښو کې لاس لري او سره د دې چې په دې برخه کې یې هیڅ ثبوت هم وړاندې نه کړ، پر طالبانو حمله وکړه او د طالبانو نظام یې نسکور کړ، نو نن هم دوی د ډول ډول پلمو په لټه کې دي او غواړي چې خپل پوځي حضور ته په افغانستان کې دلایل پیدا کړي. طالبان فکر کوي چې د دوحې تړون پر اساس که د امریکایانو د پاتې کیدو خبره تمدیدېږي، نو دا په واقعیت کې د اشغال تمدید دی چې ممکن ځینې طالب مخالفه خلک یې د تبلیغ په حیث هم وکاروي او ووایي چې طالبانو اوس اشغال هم تمدید کړ. بله کیسه دا ده چې طالبانو له امریکا سره تړون د څوارلسو میاشتو په موده لاسلیک کړی و، چې دوی به وځي، نو کله که امریکا په څوارلسو میاشتو کې د تړون د تطبیق او د اسلامي نظام د جوړیدو د منلو لپاره افغان دولت خبرو ته د کېنولو ظرفیت نه شي پیدا کولی، نو په نور تمدید سره هم دا کار نه شي کیدلای. درېیم دا چې فرضاً امریکایي عسکر د مې له لومړۍ نیټې وروسته هم په افغانستان کې پاتې کیږي، نو طبیعي ده چې د طالبانو له عکس العمل سره مخ کیږي او طالبانو هم ویلي دي چې دوی به د امریکایي عسکرو په خلاف جګړه پیل کړي او مسوولیت به یې هم د امریکایانو په غاړه وي. که چېرته درېیمه خبره عملي کیږي، نو دا به هم د امریکایانو، افغان دولت، افغان ملت او طالبانو ټولو لپاره په زیان وي، ځکه چې له دې وروسته یو خونړی جنګ پیل کیږي کوم چې ټولې خواوې به پکې تلفات ویني، نه دا چې په دې کې به ځاني او مالي تلفات زیات وي، بلکې ممکن د سولې شته فرصت له منځه لاړ شي، ځکه زما په نظر نور نو ممکن طالبان خپل مذاکراتي پلاوي ته دا واک او صلاحیت ور نه کړي، چې له امریکا او افغان دولت سره د سولې خبرې مخته یوسي، طالبان به جګړې ته زور ورکړي او دغه تاوتریخوالی به نور هم نهایي اوج ته ورسیږي.

په نتیجه کې ویلای شو چې باید امریکا د دوحې تړون پلی کړي او که ترې سرغړونه وکړي، نو نه یوازې دا چې طالبانو او افغانانو ته ملامت کیږي، بلکې په نړیواله کچه خپل باور ته زیان اړوي. په دې صورت کې به روس او چین هم په کرار نه کېني او دوی به په افغانستان کې د امریکا وجود د خپلو سیاسي او اقتصادي ګټو لپاره ګواښ وبولي. زما په نظر، طالبان هم اوس دې ته سترګې په لار دي چې امریکایان کومه لاره غوره کوي، اوس تازه په رسنیو کې راپورونه ورکړل شوي چې طالبان د پسرلي د عملیاتو لپاره پر تیاري بوخت دي او افغان دولت هم ځان تیار بولي، نو هغه جنګ چې په تېرو دوو کلونو کې نسبتاً یو څه لږ شوی و، که بیا په شدت سره پیلېږي، نو دا به د افغانانو یوه بله بدبختي وي. بل دا خبره ده چې افغان دولت او امریکا وایي چې طالبان له القاعدې سره اړیکې لري، نو د دوحې په تړون کې خو د طالبانو او القاعدې د اړیکو د پرېکون خبره نه ده مطرح شوې، په تړون کې صرف ویل شوي چې طالبان به له افغان خاورې څخه تروریستي ډلو ته د امریکا او د متحدینو پر ضد د فعالیت اجازه نه ورکوي؛ خو بیا هم طالبان وايي چې دوی له القاعدې سره منظمې اړیکې نه لري.

په پای کې وایم چې باید امریکایانو پر افغان ولسمشر زور راوړی وای، چې اسلامي نظام ته یې غاړه اېښې وای، څو دغه معامله دومره اوږده شوې نه وای، ځکه دلته هره ورځ په لسګونو افغانان قتلیږي او هره ورځ بېګناه ښځې، ماشومان او نور تر خاورو لاندې کیږي. زما په نظر یوازې له طالبانو څخه د اوربند په غوښتنه دا مشکل نه حلیږي، ځکه طالبان حالت ته ګوري چې څو افغان ولسمشر یو اسلامي نظام ته غاړه کیږدي او بیا به یو تلپاتې اوربند نافذ شي.

Previous Post

اغېزناک فکر کول

Next Post

افغانستان په روان مالي کال کې تر ۱۷ میلیاردو افغانیو ډېر پور اخیستی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

by AhmadNasary
اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

by AhmadNasary
اگست 4, 2026
Uncategorized

Emerging Trends in the UK Online Casino Market: Insights for 2026

by AhmadNasary
اگست 4, 2026
Uncategorized

Descubriendo el Futuro de los Casinos en Línea: Opciones y Enfoques en 2026

by AhmadNasary
اگست 3, 2026
تېر کال د چین د کلتوري چارو ارزښت نوی ریکارډ جوړ کړی
Uncategorized

تېر کال د چین د کلتوري چارو ارزښت نوی ریکارډ جوړ کړی

by Spogmai Radio
جون 29, 2026
Next Post
افغانستان په روان مالي کال کې تر ۱۷ میلیاردو افغانیو ډېر پور اخیستی

افغانستان په روان مالي کال کې تر ۱۷ میلیاردو افغانیو ډېر پور اخیستی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بایډن: ټرمپ باید محرمو اسنادو ته لاسرسی ونه لري

بایډن: ټرمپ باید محرمو اسنادو ته لاسرسی ونه لري

فبروري 6, 2021

Laws On Online Gambling Canada

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved