د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان ویلي، په افغانستان او سیمه کې د اوسني بحران لامل د زورواکو هېوادونو مداخله ده. هغه په تهران کې د افغانستان په اړه د سیمې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته په خبرو کې ویلي چې امریکا شل کاله وړاندې له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم پر افغانستان یرغل وکړ او په دغه هېواد کې یې د شل کلن حضور پایله د ترهګرۍ، بې ثباتې، جنګ او ناامنیو پرته بله هیڅ نه وه. هغه د تهران ناستې ته په اشارې څرګنده کړې، دی هیله لري چې جوړه شوې ناسته په افغانستان کې د ثبات له راتګ سره مرسته وکړي. نوموړي ټینګار کړی دی چې د سیمې هېوادونه په ګډو هڅو سره کولی شي نه یوازې افغانستان بلکې ټوله سیمه له شته ستونزو څخه وباسي.












