ایراني چارواکي وايي چې په لسو ورځو کې یې شاوخوا ۱۸ زره افغان کډوال افغانستانه ته لېږلي دي. مهر خبري اژانس د دغه ولایت د پولیسو د مشر مجید شوکا له قوله ویلي، دا افغانان د دوغارون بندر له لارې افغانستان ته ولېږدول شول. په ورته مهال ، د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد واحدي ادعا کړې چې په ایران کې تر ۵ میلیونه ډېر افغانان مېشت دي. په وروستیو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د په زوره ستنولو خبرونه زیات شوي. د بشري حقونو اړوند یو شمېر نړیوالو بنسټونو بیا بیا د افغانستان له ګاونډیانو او نورو سیمه ییزو هېوادونو له افغان پناه غوښتونکو سره پر ښه چلند ټینګار کړی.












