سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home څېرې

ایمره کرتیز

شفیق امیرزی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 19, 2021
in څېرې
0
ایمره کرتیز
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ایمره کرتیز د ۲۰۰۲ کال د نوبل جایزې ګټونکی دی. نوموړي سخت ژوند تېر کړی دی، د مرګ له خولې تښتېدلی دی او د نوبل تر جایزې یې ځان رسولی دی. ایمره کرتیز په یوه متوسطه کورنۍ کې وزیږېد، مور او پلار یې یهودي مذهبه وو، خو دی د پنځو کلونو و چې مور او پلار یې له یو بل سره بېل شول او د یهودیانو لپاره په ځانګړي شوي ښوونځي کې شامل کړل شو. دی د خپل ژوند د تنکۍ ځوانۍ او عسکرۍ د خدمت ترخې تجربې له ځان سره لري او همدا تجربې یې لیکوالۍ ته راوړې دي او تر خلکو یې رسولې دي.

کرتیز د ۱۹۲۹کال د نومبر په ۹مه د افریقا په بودا پیست کې وزیږېد. کورنۍ یې له اقتصادي لحاظه یوه متوسطه کورنۍ وه، دی د پنځو کلونو و چې مور او پلار یې سره بېل شول، کرتیز د یهودیانو په یوه ځانګړي شبانه ښوونځي کې شامل کړل شو. په ۱۹۴۰کال کې په متوسطه ښوونځي کې شامل شو او دلته یې هم په یوه ځانګړي ټولګي چې د یهودي ماشومانو لپاره ځانګړی شوی و، زده کړو ته ادامه ورکړه. په دویمه نړیواله جګړه کې چې کله نازیان په زور کې دي، نو دی هم د نازیانو لاس ته لوېږي او د اجباري کار لپاره د دغه ګوند یوې قرارګاه ته لېږل کېږي. په دې ځای کې ډېری کسان په قصدي توګه د کار د فشار له امله وژل کېدل، خو کرتیز په دې بریالی شو چې له دغه قرارګاه ځان وباسي او له مرګ وژغورل شي. دی هغه مهال څوارلس کلن و. له دې ځایه چې لاړ بېرته بودا پیست ته ستون شو او په دغه ښار کې یې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړه، تر دې چې د ژورنالېزم او خبریالۍ په برخه کې یې کار پیل کړ. په ۱۹۸۴کال کې چې کله له ښوونځي فارغ شو، نو په وضاحت نومې مجله کې یې کار پیل کړ. وروسته له دې چې له کمونیزم سره یې علاقه ډېره شوه، نو له دې دندې ګوښه کړل شو. د لنډې مودې لپاره یې په یوه فابریکه کې د عادي کارګر په توګه کار کاوه، وروسته د صنعت وزارت د مطبوعاتو څانګې ته لاړ. په ۱۹۵۳ کال کې یې په خپلواکه خبریالۍ پیل وکړ، ژباړې یې پيل کړې، د نیچه، فروید، لودویګ او ونګتنشټاین ځینې اثار یې وژباړل.

You might also like

ډاکتر عبدالوکیل خان

ممنون مقصودي

عثمان کاکړ

ایمره کرتیز د هنګري هېواد مشهور لیکوال دی، خو په المان کې یې هم ژوند کړی دی. مخکې مو هم یادونه وکړه چې د نازیانو د یهودي ضد شکنجو او انسان سوزوونکو کورو له اوره وتښتېد، زده کړې یې وکړې، لیکل یې وکړل، خبریالي یې وکړه او دومره مشهور شو چې د نوبل تر جایزې یې ځان ورساوه. دی چې کله د نازیانو له منګولو تښتي، بودا پیست ته راځي، زده کړې کوي، خبریالي پیلوي، خو کمونیستي افکار ورباندې زورور شي او دا د دې سبب شي چې له کاره و ایستل شي. د دې تر څنګ چې د کار په لټه کې دی، خو دوه کاله د عسکرۍ خدمت ته هم استول کېږي. لیکوالي او خبریالي له همدې وروسته پيلېږي او په خپلو اکثریت اثارو کې د نوې ځوانۍ او عسکرۍ خاطرې ځایوي. بلخوا موږ یادونه وکړه چې هغه د ځینو مشهورو اروپايي لیکوالانو اثار وژباړل چې دې ژباړې یې هم پر سبک او ادبي ژوند خپل اغېز درلود. لومړنی ناول یې چې په ۱۹۷۵ کال کې چاپ کړ، (Fateless) نومېږي.

دا په دې مانا نه ده چې هغه به اوتوبایوګرافي لیکلې وي یا به یې یوازې د خپل ژوند خاطرې لیکلې وي، بلکې دا هر څه یې په داستان کې ځای پر ځای کړي دي. لیکوالي یې همدا راز د کمونیزم د څلورو لسیزو حکمرانۍ تر اغېز لاندې هم ده. په تېره هغه مهال چې پخواني شوروي اتحاد په ۱۹۵۶ کال کې پر هنګري برید وکړ، د ده لیکنې سختې د کمونیزم تر اغېز لاندې وي. ان په ډېرو مواردو کې یې خپلې لیکنې او خپل سبک سانسور کړی دی؛ خو دی دا خبرې ردوي. هغه وايي چې دی تر ډېره خپل ځان او انسانیت ته ژمن دی. وایي د خبرو او لیکلو لومړنی تمرکز یې پر انسان، انساني خاطراتو او انسانیت دی. په یوه بل ځای کې بیا وایي، د خپل یهوديوالي په اړه په شک کې دی. پوره پر دې مذهب عقیده نه لري. دی وایي، د یهودي په نامه د مرګ قرارګاه ته لېږل شوی دی. د یهودي په توګه یې په داسې یوه ټولنه کې ژوند کړی چې ټولو له یهودیانو کرکه کوله، خو وایي دی له زړه یهودی نه دی؛ بلکې یهودیت ورباندې تحمیل شوی مذهب دی.

هغه خپلې لیکوالۍ ته له سیاسي او ټولنیزو افکارو سره ادامه ورکوله. لومړنی ناول یې چې ولیکه، نو خپرندویې ټولنې یې له خپرولو ډډه وکړه او ده ته یې ځواب ورکړ، خو وروسته وروسته مشهور شو او ډېر ناولونه یې چاپ شول. ایمره کرتیز د ۱۹۸۹ کال له سیاسي تحولاتو وروسته څه ناڅه ولسي څېره شوه. د مقالو خپرول یې پيل کړ، خبریالي یې کوله او لیکوالي یې هم کوله. هغه په ۱۹۹۵ کال کې برنډینبرګر لیټریچر (Brandenburger literature pries) جایزه وګټله. په ۲۰۰۰ ز کال کې یې بیا د (the welt-literature pries) جایزه هم ګټلې ده.  دی د هنګري هېواد لومړنی لیکوال دی چې د نوبل جایزه ګټي. همدا چې دا جایزه یې په نامه شوه، نو د هنګري د لومړي وزیر او ولسمشر پیغامونه تر ده ور ورسېدل. دا په هنګري کې یو ستر ادبي تحول و. لومړنی کس و چې له هنګري ادبي جایزه ګټي. کرتیز هغه مهال رسنیو ته وویل: «زما مورنۍ ژبه یو څه محلي ده، خو د نوبل جایزې ورکړه د هنګري د ادبیاتو لپاره بیخي نوې او مهمه خبره ده.»  ده په حیرانه، خو خوشاله څېره خپلو خبرو ته ادامه ورکړه او ویې ویل: «ښایي د ختیځي اروپا د هېوادونو لپاره دا یو نوی پیل وي. یا هم ښایي د دوی لپاره یوه هڅونه وي چې یو څه زده کړي.»

کرتیز چې  جایزې ګټونکی شو، پوره ۷۲ کاله عمر یې درلود. د ۲۰۰۲ کال د نوبل جایزې نړۍ هم حیرانه کړه؛ خو د نوبل بنسټ وویل چې د کرتیز اثار د استبداد پر وړاندې له مبارزې او دردناکو کیسو ډک دي. هغه غمجنې تجربې راټولې کړې دي. نوبل بنسټ د هغه مهال تاریخي پېښې وحشیانه بللې دي او په وینا یې د کرتیز ادبیات د دې وحشیانه کړنو پر وړاندې د مبارزې بیرغ له ځان سره وړي.

د نوبل بنسټ وايي، کرتیز د ټولنې پر وړاندې د فردیت مبارزه رابرسېره کوي. یو کس چې فردي فکر لري او فردیت پالي څه ډول د ټولنې له لوري ځپل کېږي او دی یې پر وړاندې ولاړ وي. کرتیز یو استثنايي کس نه دی، بلکې په اروپايي چاپېریال کې د یوه بېګانه کس په څېر مبارزه کوي. هر څه ورته بېګانه دي او خلک یې نظریاتو ته درناوی نه کوي. هغه په اوسني عصر کې د انسانانو د وېرې، وحشت، پستۍ، بې فکرۍ او ظلم په اړه تر ټولو واضح انځور دی. په اثارو کې یې دا انځور کړې چې یو انسان څومره ظالم کېدلی شي، څومره وحشي کېدلی شي، څومره وېره لري، څومره درد زغملی شي او د څومره ناخوالو پر وړاندې باید مبارزه وکړي.

ده چې کله د نوبل جایزه وګټله، ویې ویل چې دا یو ستر ویاړ ور په برخه شوی او په دې مانا ده چې نور به ارامه ژوند وکړي. لږ تر لږه مالي وضعیت به مې سم شي او پرېکړه مې کړې چې خپلو تر ټولو نږدې ملګرو ته یوه ښه مېلمستیا ورکړم. هغه ولې دا خبره وکړه؟ د دې خبرې اصلي هدف څه و؟ ځکه یې دا خبره وکړه چې له درد ډک ژوند یې تېر کړی و. هېڅ وخت یې مالي وضعیت ښه نه و. له مالي ستونزو ځورېده او ان په دې ارمان و چې خپلو نږدې ملګرو ته یوه مېلمستیا ورکړي. خو دلته یې بخت واوښت، اثار یې د نوبل ګټلو وړ وبلل شول او شتمن شو.

بې سرنوشته یې لومړنی ناول و. په دې کې د یوه پنځلس کلن یهودي زلمکي کیسه راغلې ده، چې د نازیانو قرارګاه ته وړل کېږي. هغه ورځ په ورځ په دې ځای کې د وېرې احساس کوي او ځان مرګ ته نږدې بولي. کورتیز په پوره مهارت د یوه زلمکي په روح او وجود کې د مرګ د وېرې انځور وړاندې کوي. دلته روان ظلمونه انځوروي او ځوان ته د مبارزې روحیه ورکوي. زلمکی هڅه کوي چې ځان ژوندی وساتي، ځان له مرګه وژغوري، د دې لپاره نه چې ښه ژوند ولري، یوازې د دې لپاره چې خپل مخکیني ژوند ته ور وګرځي. لیکوال په دې کتاب کې په پوره مهارت خپل پیغام لېږدوي. دا پيغام چې ژوند سخت دی، د مبارزې لارې چارې باید زده کړو، د ژوندي پاتې کېدو لپاره باید د ظالم په منګولو کې مبارزه وکړو، باید هیلې ونه بایلو او د مبارزې روحیه مو مړه نه شي. بې سرنوشته د داسې یوه زلمي کيسه ده چې د راتلونکې په اړه یې وړاندوینه نه شي کولی، سر تر سره له خطرونو او جنجالونو سره مخ دی، خو دی باید د هرې وېرې او هر ظلم پر وړاندې مبارزه وکړي.

د بې سرنوشته انسان داستان هغه مهال یو عادي داستان نه و. د اروپایي ادبیاتو د لېست سر ته راغی. په ټوله اروپا کې مشهور شو، خو وروسته له هغه چې انګلیسي ته وژباړل شو، مینه‌وال یې څو برابره شول. کرتیز له دې ناول سره په انګلیسي ژبو هېوادونو کې هم مشهور شو. له انګلیسي ژبې بیا دغه ناول ډېرو نورو ژبو ته هم وژباړل شو. دا کتاب کلونه مخکې چاپ شو و، خو ایمره ته یې هېڅ شهرت نه و وربښلی، کله چې په انګلیسي وژباړل شو، نو دا مهال یې له لومړي چاپ شل کاله تېر شوي وو. همدې مسئلې د ایمره کرتیز نوم بیا را ژوندی کړی او د لوستونکو خولې ته ولوېد. همدې پېښې دی لا ډېر وهڅاوه چې لیکل وکړي او لیکوالۍ ته ادامه ورکړي.

دی د شلمې پېړۍ د لیکوالانو تر منځ هغه لیکوال دی چې په روایي بڼه لیکل کوي، خو د دې تر څنګ نه غواړي چې شاعرانه تخلیق ته په خپلو اثارو کې نظم ور وبښي. دی د روایت په اهمیت پوهېږي. دی په دې ښه پوهېږي چې روایتونه حقیقي ژوند ته څومره نږدې دي او څومره پر حقایقو ولاړ دي. دی وایي چې په روایي سبک کې خپلې تجربې په ښه توګه لېږدولی شي، ځکه دا سبک رښتیني ژوند ته نږدې دی او خلک رښتینی ژوند او رښتینې تجربې خوښوي.

هغه نه غواړي چې په خیالي خبرو، خیالي انځورونو او فلسفي موضوعاتو ځان عالم وښيي، بلکې حقیقي تجربې رالېږدوي.

ایمره کرتیز سره له دې چې په سختو شرایطو کې لیکوالي کړې ده، د انساني ژوند او  هغه مهال په اروپا کې د روان وضعیت بشپړ انځور یې وړاندې کړی دی، خو بیا هم له اروپا بهر دومره مشهور نه دی. ښايي لامل یې دا وي چې هغه د هنګري په رسمي ژبه لیکل کوي او اثار یې ډېر کم انګلیسي ته ژباړل شوي دي. هغه چې کله د نوبل جایزه وګټله، نو خلکو ته حیرانتیا هم همدې راپیدا کړه چې د هنګري یو ناپېژندل شوی لیکوال ولې د نوبل جایزه ګټي. خو د نوبل بنسټ بیا هم له خپلې پرېکړې دفاع وکړه او په خبره یې هغه د انساني ژوند سوچه تجربې لیکلې دي. له درده ډکه لیکوالي یې کړې ده او د ټولنې پر وړاندې یې د فردیت پالنه کړې ده. هغه په اروپا کې د بېګانه په څېر اوسېدلی دی، ځکه د اروپا ناوړه کړنې یې غندلې دي او چا غېږ نه ده ورته پرانیستې.

ایمره کرتیز له ډېرو ادبي پنځونو او لیکلو وروسته په ۲۰۱۶ کال کې د ۸۶ کلونو په عمر ومړ. پر ډېرو ناولونو یې فلمونه جوړ شوي دي، اثار یې لا هم په اروپا کې لوستونکي لري، په اروپا کې د شلمې پېړۍ له اغېزناکو لیکوالانو ګڼل کېږي، چې نه یوازې اثار؛ بلکې افکار یې هم د اروپايانو لپاره د درناوي وړ دي.

 

Previous Post

د خوب کموالی مو پر دغو ناروغیو اخته کولی شي

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

ډاکتر عبدالوکیل خان
څېرې

ډاکتر عبدالوکیل خان

by Spogmai Radio
اگست 10, 2021
ممنون مقصودي
څېرې

ممنون مقصودي

by Spogmai Radio
اگست 3, 2021
عثمان کاکړ
څېرې

عثمان کاکړ

by Spogmai Radio
جولای 27, 2021
نصیر احمد احمدي
څېرې

نصیر احمد احمدي

by Spogmai Radio
جولای 13, 2021
رسول باوري
څېرې

رسول باوري

by Spogmai Radio
جولای 9, 2021
Next Post
طالبانو او افغان حکومت د بندیانو پر اعدام او معافیت ناندرۍ پیل کړې دي

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

روسیه کې پر یوه ښوونځي د برید له امله ۱۳ تنه وژل شوي دي

روسیه کې پر یوه ښوونځي د برید له امله ۱۳ تنه وژل شوي دي

سپتمبر 26, 2022

چين: امریکا، بریتانیا او استرالیا باید د اټومي اوبتلونو د همکارۍ پرېکړه لغوه کړي

جولای 29, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved