د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ای سي ار سي) ویلي، چې د روان کال د جنوري تر مارچ میاشتې پورې یې په افغانستان کې له ۲۱۶زره زیاتو کسانو ته روغتیایي چوپړتیاوې وړاندې کړې دي. د دې کمېټې د افغانستان څانګې پرون په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په دې موده کې له ۷۳زره زیات کسان د دې کمېټې په ملاتړ روغتیایي کلینیکونو کې واکسین شوي او له ۱۶۰۰ څخه د زیاتو ماشومانو درملنه شوې، چې پرسختې خوارځواکۍ اخته و. د سره صلیب نړیوالې کمېټې دغه راز ویلي، چې له نورو شریکانوسره به په ګډه د افغانستان له اړمنو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.












