د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د ایټالیا له سفارت څخه په زوره د فهیم کشاف ایستل کېدل غیر قانوني عمل بللی دی. د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت ایټالیا کې د افغان سفیر لخوا له سفارت څخه په زوره د فهیم کشاف ایستل کېدل غیرقانوني او له وظیفوي صلاحیت پورته عمل بولي. نوموړي زیاته کړې ده چې فهیم کشاف په ایټالیا کې د افغانستان په سفارت کې رسمي دنده لري او هیڅوک په غیر قانوني ډول د یو ډیپلوماټ د لرې کولو حق او صلاحیت نه لري. د یادونې ده چې ویل کېږي فهیم کشاف له سفیر خالد ذکریا سره د سفارت د عوایدو د حیف او میل کېدو پر سر شخړه کړې خو سفیر د پولیسو په واسطه کشاف په زوره له سفارت څخه ایستلی دی.











