افغان حکومت پر اماراتو د حوثي یاغیانو برید غندلی دی. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې حوثي یاغیانو پر هوایي ډګر او ملکي تاسیساتو برید کړی دی چې ملکي وګړي یې پکې وژلي دي.
د سرچینې په خبره افغانستان دغه برید غندي او هغه بشر ضد جنایت بولي. حوثي یاغیانو وړمه شپه د ابوظبي پر هوایي ډګر او څو نورو سیمو د بالستیک توغندیو بریدونه وکړل چې شپږ کسه یې ټپیان او درې نور یې ووژل. دې بریدونو پراخ غبرګونونه پارولي او ټولو اړخونو بشر ضد جنایت بللی دی.












