د بادغیس د عامې روغتیا ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د انتاني ناروغیو د ٢٠ بستریز روغتون د پرانیستلو خبر ورکوي. د یاد روغتون د پرانیستلو په مراسمو کې د دغه ولايت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر عجب خان وویل، دغه روغتون چې د کرونا روغتون پر ځای پرانیستل شو، د ټولو ساري ناروغیو (کرونا، نري رنځ، شري) او نورو ناروغیو درملنه په کې کېږي. د دغه ولایت والي عبدالصمد جاوید وویل، چې سرپرست حکومت هڅه کوي خلکو ته معیاري روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي. نوموړي د یاد روغتون له ډاکترانو او نرسانو وغوښتل، چې خلکو ته په صادقانه ډول روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.












