سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home راشه ورشه

بادغیس

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 14, 2020
in راشه ورشه
0
بادغیس
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

بادغیس د هېواد د شمال- لوېديځو ولايتونو په ډله کې راځي او مرکز یې د قلعه‌نو ښار دی. دغه ولايت لوېديځ ته له هرات، ختيځ ته له فارياب، سوېل ته له غور او شمال ته له ترکمنستان سره ګډه پوله لري.

دغه ولایت ۲۳۰۰۰ کيلومتره مربع مساحت او شپږ ولسوالۍ لري او د وګړو شمېر يې ۴۳۹۵۰۰ تنه ښودل شوی دی. بادغيس د بادخېز په مانا هم راغلى دى، چې بادونه په کې زيات چلېږي، ځکه نو دغه نوم ورکړل شوى.

You might also like

پروان

وردګ

غور

بادغيس يو وخت د هپتاليانو تر واک لاندې سيمه بلل کېده، چې د طرخان په مشرۍ يې د اسلام د لښکرو پر وړاندې سخت مقاومت وکړ. د يوه نوم ورکي ليکوال په وينا، بادغيس شاوخوا درې سوه کلي درلودل او تر ټولو مهم او اغېزناک ښار يې دهستان او د بادغيس حکومت په مرکز کوغن اباد کې و.

دغه ولایت په ١٩٦٢ کال کې د افغانستان د سياسي اداري وېش په موده کې د هرات ولايت يوه برخه وه. دغه اړيکه له پخوا زمانو څخه اوږده ريښه لري. د بادغيس په بازارونو کې داسې سوداګر او صنعت کاران شته، چې په اصل کې د هرات اوسېدونکي دي او يا يې هم د هرات ټول فرهنګ ساتلى دى.

په بادغيس کې حنظله بادغيسي، چې له اسلامه وروسته لومړنى شاعر دى، دې نړۍ ته سترګې غړولې دي.

بادغيس ولايت مواصلاتي لارې او کافي اوبه نه لري، نو له همدې امله دى چې په هېواد کې يې د نورو ولايتونو په پرتله د وګړو شمېر کم او دغه راز د دغه ولايت د پراختيا او پرمختګ درجه په ټيټ حالت کې ده.

اقليم

د دغه ولايت اقليم وچ دى، په ژمي کې پکې واوره اوري او په اوړي کې هم ګرم موسمي بادونه لري.

بادغيس د خپل غرنيز جوړښت له امله په ځانګړي ډول په سوېل– لوېديځو او سوېل– ختيځو برخو کې ډېرې ښايسته طبيعي منظرې لري، چې يوه ښه نمونه يې د سبزک بند دى او دغه ځاى د ارچې د ونو په منځ کې پټ او د اوبو ډېرې چينې لري.

دغه راز د بادغيس ولايت بله طبيعي منظره د جوند په دره کې ډېرى ځايونه ولاړې اوبه دي، چې د “پوده” اوبو په نوم هم شهرت لري. د مرغاب سيند هم چې د هېواد له ډکو بهېدونکو سيندونو څخه دى، د دغه ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کې تېريږي.

د زرمست بند هم د تبعي منظرو يوه بله نمونه ده، چې ډېره په زړه پورې هوا لري، خو له دې ټولو ښايسته منظرو سر سره بيا هم افغان ولسمشرانو او واکمنانو دغه ولايت ته کومه ځانګړې پاملرنه نه ده کړې.

د دغه ولایت پسرلى ښايسته او افسانوي ښکلاګانې لري او د غرونو شنې لمنې یې د لاله په ژېړو او بنفشو رنګونو ښکلې شوې وي.

اداري واحدونه

دغه ولايت د مرکز په ګډون اته اداري واحدونه لري: قلعه‌نو (مرکز)، اب کمري، جوند، غورماچ، مقر، قادس او مرغاب.

اقتصاد

د دغه ولايت اقتصاد پر زراعتي محصولاتو ولاړ دى. کرنه يې ډېره برخه للمي بڼه لري او له مډرنو او تخنيکي توکو ډېره کمه ګټه پورته کېږي. کرنيز حاصلات يې غنم، جوار، نخود، زيره (زڼکۍ)، کونځلې، هندواڼې، خټکي او نور دي. بادغيس له لرغونو زمانو راهيسې تر اوسه د خراسان د ګودام او د افغانستان د لوېديځې حوزې په نوم شهرت لري.

د دې سيمې خلکو دويم کسب مالداري او د قره قل پسونو ساتل دي، له ياد ولايته هر کال پسونه، د قره قل پوستکي، وړۍ، کُرک او کورت د هېواد نورو ولايتونو او له هېواده بهر صادرېږي.

د بادغيس د زيارايستونکو خلکو يو بل کسب د غاليو اوبدل دي، چې ډېرى وخت په کورونو کې د ښځو لخوا اوبدل کېږي. د بادغيس غالۍ په هېواد او بهر کې ځانګړی نوم لري، چې په ۱۳۵۰ لمريز کلونو کې دغو غاليو د امريکا د فلاديلفيا ښار او د توکيو په نړيوالو نندارتونونو کې لومړى مقام ګټلى و. د بادغيس د غاليو اوبدلو موسسې “د بادغيس غالۍ اوبدلو شرکت” په نوم تر ١٣٧١ کلونو پورې، چې دفتر يې په کابل ښار کې و، شتون درلود، خو د مجاهدينو تر منځ په خونړيو کورنيو جګړو کې يې د نورو اقتصادي بنسټونو په څېر خپل دفتر له پولې هاخوا ولېږداوه، چې اوسمهال هم د سمرقند په ښار کې په همدغه نوم فعالیت لري.

پسته د دغه ولايت له مهمو محصولاتو ګڼل کېږي، چې هر کال ترې خلک او دولت میلياردونه افغانۍ ګټه ترلاسه کوي. د بادغيس د پستو ځنګلونه د هېواد په کچه تر ټولو لوى ځنګلونه دي، چې شاوخوا ٩٥ زره هکټاره ځمکه يې نېولې ده او دولت هم دغه باارزښته وچې مېوې ته ډېره کمه پاملرنه کړې ده. ځکه د دغه ولايت ډېرى بې وزله خلک د ژمي لپاره لرګي له دغو ځنګلونو څخه د ونو له وهلو څخه ترلاسه کوي او دغه راز دولت د دغو ونو د ډېرېدو لپاره هم کوم پروګرام نه لري.

تاريخي ځايونه

درست د قلعه‌نو ښار په څو سوه مترۍ کې د هوايي ډګر سوېل خوا ته په مخکينيو کلونو کې د غره د راښويېدو له امله د باميانو د طاقونو په بڼه څو طاقونه جوړ شوي دي او که د همدغه غره په لمنه کې د ختيځ او لوېديځ لوري ته کاوش تر سره شي، نو ډېرې لاسته راوړنې به ولري او دغه امکان هم لري، چې دغه طاقونه ښايي له اسلامه مخکې دورو پورې اړوند وي.

د قلعه‌نو ښار لوېديځ لور ته په ٧٠ کيلومترۍ کې د کلا نريمان په نوم يو مشهور حصار پروت دى، چې ډېر حيرانوونکې او لرغونې ودانۍ لري. غبار، ((افغانستان د تاريخ په اوږدو کې)) په خپل کتاب کې دې کلا ته د کاليون کلا نوم ورکړى دى. يوهبله مشهوره کلا چې د کاليون (نريمان) د خور په نوم هم مشهوره ده، د قادس ولسوالۍ په اړوند سيمو کې ودانه شوې ده، چې په ورته بڼه يې د مغوليانو پر وړاندې خپل مقاومت وښود، چې له همدې امله د پيوار کلا په نوم هم يادول کېږي. د سيمې خلکو له يادو دواړو ځايونو په تېرو کلونو کې لرغوني اثار را ايستلي دي، چې بيا د سيمه ييزو قاچاق وړونکو لخوا پاکستان ته قاچاق او له هغه وروسته خرڅ شوي دي.

مشاهير

حنظله بادغيسي، فضل‌احمد پیمان، سمنبو بادغيسي، معلم نېک محمد خان، احمد بن عبدالله خجستاني، ابوبکر، وسيمه، بسم الله بسمل، عرفاق، سمنگو بادغيسي او نقيب الله اروين د دغه ولایت مهم شخصیتونه دي.

کرنه

د دغه ولايت اقتصاد پر زراعتي محصولاتو ولاړ دى، کرنه يې د للمي بڼه لري او له مډرنو او تخنيکي توکه ډېره کمه ګټه پورته کېږي. کرنيز حاصلات يې غنم، جوار، نخود، زيره (زڼکۍ)، کونځلې، هندواڼې، خټکي او نور دي. بادغيس له لرغونو زمانو راهيسې تر اوسه د خراسان د ګودام او د افغانستان د لوېديځې حوزې په نوم مشهور و.

د دې سيمې د خلکو دويم کسب مالداري او د قره قل ډوله پسونو ساتل دي، له دغه ولايته هر کال پسونه، د قره قل پوستکي، وړۍ، کُرک او کورت د هېواد نورو ولايتونو او له هېواده بهر صادروي. د دغه ولايت کرنې ته ملخان ډېر زيان رسوي.

رسنۍ

په بادغيس کې له دولتي ټلوېزيون پرته چې ملي او سيمه ييز پروګرامونه خپروي، د حنظله په نوم يوه راډيو هم ځينې خپرونې لري.

د “بادغيس اينې” په نوم يوه مياشتنۍ چاپي خپرونه هم په دې وروستيو کې خپل فعاليت پيل کړى دى. د مشعل هدايت مياشتنۍ، د بادغيس ولايت د علماوو شورا نشريه ده، چې هره مياشت له چاپه راوځي، د صداى بادغيس مياشتنۍ او د ښځو د خورشيد مجله خپل فعاليت پر مخ وړي.

پوهنه

د دغه ولايت د پوهنې رياست د چارواکو د معلوماتو له مخې، په بادغيس کې ۴۶۰ ښوونځي فعال دي، چې ۸۰ يې لیسې او پاتې نور يې ابتدايه او منځني ښوونځي دي. په دغه ولايت کې ١٢٠ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې ٣٥ سلنه يې نجونې دي.

په ياد ولايت کې د کرنې يوه مسلکي لېسه او د قابلګۍ يو انسټېټیوټ هم فعاليت لري.

کلتور

دغه ولايت د تاريخ له نظره ډېر لرغونى فرهنګ لري او حنظله بادغيسي په افغانستان کې د دري ژبې لومړنى شاعر پاتې شوى دى. لکه څرنګه چې بادغيس له شاته پاتې او د درېيمه درجه ولايتونو له ډلې څخه دى، نو دې ته په کتو په دغه ولايت کې فرهنګي فعاليتونه هم کمرنګه دي. په بادغيس کې له دولتي ټلوېزيون پرته چې ملي او سيمه ييز پروګرامونه خپروي او دغه راز د حنظله په نوم يوه راډيو هم خپلې خپرونې کوي.

په دغه ولايت کې فرهنګي او ټولنيز بنسټونه ډېر مروج نه دي.

ورزش

د دغه ولايت د المپيک امريت د معلوماتو له مخې، د ياد ولايت په بېلابېلو ټيمونو کې شاوخوا ٣ زره ورزش کاران غړيتوب لري او رسمي سيالۍ تر سره کوي.

دغه راز په بادغيس کې فوټبال، واليبال، دوش او باسکټبال لوبې ډېر مينه وال لري او همدارنګه رزمي لوبې لکه تکواندو، جودو، کاراته، پهلواني او نورې ډېرې لوبې مروجې دي او په دې وروستيو کې د کرکټ لوبې هم ځينې مينه وال پيدا کړي دي.

حشمت الله نوري

Previous Post

سامسُنګ رسماً ګلکسي زي فولډ۲ معرفي کړ

Next Post

د خبرو لپاره پر اجنډا اختلاف او حللاره

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

پروان
راشه ورشه

پروان

by Spogmai Radio
جنوري 11, 2021
وردګ
راشه ورشه

وردګ

by Spogmai Radio
جنوري 4, 2021
غور
راشه ورشه

غور

by Spogmai Radio
دسمبر 28, 2020
راشه ورشه

غزني

by Spogmai Radio
دسمبر 21, 2020
سمنګان
راشه ورشه

سمنګان

by Spogmai Radio
دسمبر 14, 2020
Next Post
رویان د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

د خبرو لپاره پر اجنډا اختلاف او حللاره

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چين، لاوس، ميانمار او تايلنډ د ګډې ګزمې او قانون پلي کولو عمليات پای ته ورسېدل

نوومبر 25, 2024
زیلینسکي: روسیې د اوربند پر ځای د ډرون بریدونو ته دوام ورکړی دی

زیلینسکي: روسیې د اوربند پر ځای د ډرون بریدونو ته دوام ورکړی دی

فبروري 12, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved