چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د خبرو لپاره پر اجنډا اختلاف او حللاره

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 14, 2020
in تبصرې
0
رویان د لوړو زده کړو خصوصي موسسه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په دوحه کې د دواړو اړخونو د پلاوو ترمنځ د تماس ګډ کمېسیون جوړ شوی، خو لا هم د خبرو لپاره پر اجنډا توافق نه دی شوی. د اجنډا تر ټاکل کېدو وروسته به رسمي او مخامخ خبرې کېږي. له وړاندې د دواړو اړخونو له خوا د اجنډا په اړه متفاوتې څرګندونې شوې وې. د حکومت لپاره دا مهمه ده چې طالبان اوربند ومني، خو طالبان بیا هڅه کوي چې د نظام څرنګوالی او د پاتې طالب بندیانو خوشې کول د خبرو په اجنډا کې شامل کړي.

دواړه اړخونه به هڅه وکړي چې خپلې غوښتنې د اجنډا برخه کړي او د بل لوري غوښتنې له اجنډا وغورځوي. له همدې امله ښايي ستونزې هم رامنځ ته شي. دا سمه ده چې هر لوری باید خپلې غوښتنې د اجنډا برخه کړي، خو باید ومني چې د بل لوري غوښتنې هم باید د اجنډا برخه شي. دا چې دا غوښتنې بیا معقولې دي او که نه، منل کېږي او که نه او یا هم کوم درېیم حل ورته پیدا کېږي، دا به بیا په بین الافغاني خبرو کې معلومیږي. د اوس لپاره دا هڅه سمه نه ده چې د بل لوري خبرې او غوښتنې له اجنډا و ایستل شي. اوس باید هره غوښتنه اجنډا ته شامله شي او بحث پرې وشي. یوازې اسلام او د افغانستان سترې ګټې هغه څه دي چې پر منلو او نه منلو یې بحث نه شي کېدای، له دې پرته پر هر څه باید بحث وشي. د نظام ډول، جمهوریت، امارت، اوربند، بندیان، موقت حکومت، د امنیتي ځواکونو برخلیک، د طالب جنګیالو برخلیک او ټولې هغه چارې چې په اړه یې متفاوت دریځونه شته، باید د خبرو د اجنډا برخه شي او بحث پرې وشي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

له بحث څخه د موضوعاتو ایستل نه یوازې اوس پر اجنډا د توافق په برخه کې ستونزې جوړوي، بلکې په راتلونکي کې هم د ستونزو سبب کېدلی شي. اوس د سرو کرښو وخت تېر دی، په هر څه باید واضح او روښانه بحث وشي او توافقي پایلې تر لاسه شي. که پر ځینو مسایلو توافق ستونزمن او یا ناشونی وي، پکار ده چې ولس ته مراجعه وشي. د دې تر څنګ د نظام په شان لوی مسایل هم باید د ولس ارادې ته پرېښودل شي. د نظام په اړه د طالبانو او حکومت غوښتنې یا د نظام څرنګوالی باید ټولپوښتنې ته وړاندې شي او په دې اړه به وروستۍ پرېکړه خلک کوي. له همدې امله په هر څه باید بحث وشي، خو په ځینو مسایلو کې وروستۍ پرېکړه باید ولس ته پرېښودل شي.

د ولس هیله ده چې دواړه اړخونه پر اجنډا هم ژر توافق وکړي، ځیني پرمختګونه وشي. دا هم نه هېرېږي چې ښايي ځیني جدي ستونزې هم رامنځ ته شي. دواړه اړخونه مجبور دي چې دا ستونزې هم د خبرو له لارې حل کړي، دوی به په دې چاره کې د امریکا او بل بهرني فشار سره هم مخ کېږي، خو دوی باید د بهرني فشار پر ځای د ولس غوښتنو ته لومړیتوب ورکړي او ټولې ستونزې پخپله حل کړي.

Previous Post

بادغیس

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
دواړه لوري له مذاکراتو خوښ او د اوربند پر رامنځ ته کولو خبرو ته تیار دي

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

یوه ترکي شرکت د سرو زرو او مسو په کانونو پانګونې ته لیوالتیا ښودلې

یوه ترکي شرکت د سرو زرو او مسو په کانونو پانګونې ته لیوالتیا ښودلې

مارچ 14, 2024

Free Spins New Customer Offer

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved