د بامیان ولایت مسوولين په تېر یوه کال کې دغه ولایت ته د ۱۰۷ زره ګرځندويانو د ورتګ خبر ورکوي. د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ ریاست د طبعي سرچينو د تنظيم امر محمدالدین وايي، د ياد ریاست د ثبت شوو شمېرو له مخې، په تېرو ۱۲ میاشتو کې ۱۰۷ زره داخلي او بهرنیو سيلانيانو له بند امیر څخه لیدنه کړې ده. نوموړي په یاد ولایت کې د سيلانيانو د شتون او لېوالتیا لامل د پوره امنیت شتوالی، طبعي ښکلاوې او له سيلانيانو سره د ځايي خلکو ښه چلند بولي. ګرځندویان هم د بامیان ولایت له امنيته خوښ دي او طبعي ښکلاوې په ځانګړې توګه د بند امیر ملي پارک د دغه ولايت له تر ټولو مهمو سياحتي ځايونو څخه بولي. سیلانیان له اړوندو مسوولينو غواړي چې خصوصي شرکتونه او سوداګر دې په بند امیر کی پانګونې ته وهڅوي، څو د ګرځندویي صنعت خدمتونه په معياري ډول وړاندې شي .











