سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

بامیکا د لوړو زده‌کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 18, 2021
in پوهنتون
0
بامیکا د لوړو زده‌کړو موسسه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

بامیکا د لوړو زده‌کړو موسسه چې په بامیان ولایت کې موقعیت لري، په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د دوو پوهنځیو (حقوقو او سیاسي علومو او اقتصاد) په درلودلو سره تاسیس شوه او تر دې دمه په همدې دوو پوهنځیو کې درسي چارې پر مخ بیایي. د بامیکا د لوړو زده‌کړو موسسې د علمي مرستیال مهرمندي نوروزي په وینا، تمه لري چې په نږدې راتلونکي کې د تضمین کیفیت او ورته نورو پروسو په بشپړولو او مراحلو په طی کولو سره به په یاده موسسه کې څو نور پوهنځي هم رامنځته کړي.

د ښاغلي نوروزي په وینا، بامیکا د لوړو زده‌کړو موسسه د دوو پوهنځیو او څلورو ډيپارتمنتونو په درلودلو سره فعالیت کوي، چې حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی یې د قضا او څارنوالۍ او نړیوالو اړیکو ډیپارتمنتونه او اقتصاد پوهنځی یې هم د ملي اقتصاد او ادارې او تجارت ډیپارتمنتونه لري. د نوموړي په وینا، اوسمهال دوی د اقتصاد پوهنځي په اداره او تجارت ډیپارتمنت کې محصلین لري، خو په ملي اقتصاد ډيپارتمنت کې تر دې دمه محصلین نه لري او درسي چارې یې نه دي پیل شوې.

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

ښاغلي نوروزي زیاته کړه، دوی په ټوله کې شاوخوا ۸۵۰ تنه محصلین لري چې د بامیکا د لوړو زده‌کړو موسسې په دوو پوهنځيو او دریو فعالو ډيپارتمنتونو کې پر لوړو زده‌کړو بوخت دي.

د بامیکا د لوړو زده‌کړو موسسې یاد مسوول زیاته کړه، دوی تر دې دمه په دریو دورو کې محصلین فارغ کړي، چې د هرې دورې شمېر یې نظر یو بل ته توپیر کوي، داسې چې په لومړۍ دوره کې یې له ۱۰۰ تر ۱۲۰ تنو پورې، په دویمه دوره کې یې شاوخوا ۸۰ تنه او په همدې ترتیب یې په درېیمه دوره کې هم له۱۰۰ تر ۱۵۰ یا ۲۰۰ تنو پورې محصلین فارغ کړي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

د ښاغلي نوروزي په وینا، بامیکا د لوړو زده کړو موسسې ته د نوو محصلینو د جذب لړۍ هم هر کال توپير کوي. داسې چې په مخکنیو کلونو کې د نوو محصلینو د جذب کچه لوړه وه، خو اوس اوس د محصلینو شرایطو او ګڼ شمېر نورو لاملونو ته په کتو یې شمېر یو څه کم شوی چې یاده موسسه هر کال له ۶۰ څخه تر ۹۰ تنو پورې نوي محصلین جذبوي او د لوړو زده‌کړو شرایط ورته برابروي.

ښاغلي نوروزي وویل، دوی د محصلینو مالي او اقتصادي حالت ته په کتو، هغه محصلینو ته تر ۳۰ فیصده پورې تخفیف ورکوي، چې له مالي ستونزو سره مخ وي او یا د بشپړ فیس د ورکړې توان نه لري.

د بامیکا د لوړو زده‌کړو موسسې علمي معاون ښاغلي مهرمندي نوروزي همدا راز وویل، دوی د ورځې په دوو درسي ټایمونو کې درسي چارې پر مخ بیایي چې یوه یې سهارنۍ دوره ده چې د سهار له اتو تر یوولسو بجو پورې وي او بله یې ماښامنۍ دوره ده چې له څلورو بجو پیل او د ماښام تر اوو بجو دوام کوي.

ښاغلي نوروزي زیاته کړه، دوی د خپلو محصلینو لپاره کتابتون هم لري چې شاوخوا اووه زره ټوکه کتابونه پکې دي او محصلین کولای شي د خپلې اړتیا وړ مالومات ترې ترلاسه کړي. نوموړي همدا راز وویل، پر یاد کتابتون سربېره، دوی د خپلو محصلینو لپاره د سافټ کاپي یا برېښنایي کتابونو اسانتیا هم برابره کړې چې تر لس زره پورې کتابونه پکې شته او محصلین ترې  وخت نا وخت د مطالعې لپاره ګټه اخلي.

د ښاغلي نوروزي په خبره، بامیکا د لوړو زده‌کړو موسسه په هېواد کې د ننه او له هېواده د باندې له یو شمېر پوهنتونونو سره علمي او اکاډمیکې اړیکې لري چې له دې ډلې یې په هېواد کې د ننه په خپله د بامیانو ولایت له دولتي پوهنتون او یو شمېر نورو خصوصي پوهنتونونو سره اړیکې لري او له هېواده د باندې د هند هېواد له یو پوهنتون سره متقابلې او علمي اړیکې لري چې وخت ناوخت ورسره د علمي او څېړنیزو چارو په برخه کې تجربې شریکوي او د اړتیا وړ لارښوونې ترې ترلاسه کوي.

ښاغلي مهرمند نوروزي زیاته کړه، دا چې د لوړو زده‌کړو وزارت له لایحې او مقننې سره سم باید د لوړو زده‌کړو خصوصي موسسې او پوهنتونونه د تضمین کیفیت پروسه بشپړه کړي، څو رسمي ډيپلومونه ترلاسه کړي، نو له همدې امله بامیکا د لوړو زده‌کړو موسسې هم تر دې دمه یاده پروسه نه ده بشپړه کړې، نو ځکه خپلو فارغو محصلینو ته یوازې په لوړو زده‌کړو وزارت کې ثبت او راجستر شوي سرټیفکېټونه ورکوي.

د ښاغلي نوروزي په خبره، دوی د محصلینو د علمي سویې د لوړولو په موخه ګڼ شمېر اسانتیاوې لري چې له دې ډلې یې مجهز کتابتون، مجهز انټرنېټ کلپ، ادېتوریم، مجرب استادان، د مطالعې لپاره لوی سالون، د مسلکي مهارتونو د ودې مرکز، د ژبې د ودې او پراختیا مرکز او ګڼ شمېر علمي سمینارونه او ورکشاپونه یې د یادونې وړ دي.

ښاغلي نوروزي زیاته کړه، دوی د موسسې د لا بډاینې لپاره ځينې ځانګړي پلانونه لري چې له هغې ډلې یې د اړتیا وړ او اړینو پوهنځیو رامنځته کول، له اړتیا سره سم او د تحصیلي رشتو اړوند نويو کدرونو ګومارل، د تیوري درسونو تر څنګ په عملي ډګر کې د کار کولو اسانتیاوو او مضمونونو رامنځته کول، په حقوقي برخه کې د عملي ستاژ برخې لپاره د لا ډېرو امکاناتو برابرول او په کاري باراز کې له اړتیا سره سم د مضمونونو او عملي درسونو لپاره د اسانتیاوو برابرول یې د یادونې وړ دي.

د بامیکا د لوړو زده‌کړو موسسې علمي معاون ښاغلي مهرمندي نوروزي په پای کې وویل، دوی له دولت او په ځانګړې توګه له لوړو زده‌کړو وزارت څخه ځینې غوښتنې لري او خپلې ځینې ستونزې ورسره شریکوي، د نوموړي په وینا، لوړو زده‌کړو وزارت له خصوصي پوهنتونونو څخه د پام وړ ملاتړ نه کوي، په ځینو برخو کې یې پر یادو موسسو فشارونه راوړي، د تضمین کیفیت پروسې مرحلې یې پېچلې کړې، که څه هم ځینې خصوصي پوهنتونونه یو لړ نیمګړتیاوې لري، خو لوړو زده‌کړو وزارت ورته د پوهنځیو د رامنځته کولو شرایط سخت کړي، یادو موسسو او پوهنتونونو ته مادي امکانات؛ لکه دولتي ځمکې او داسې نور په پام کې نه دي نیول شوي او په ټوله کې په خپله د لوړو زده‌کړو وزارت کارکوونکي ځینې وخت له سلیقوي چلند څخه کار اخلي چې د نوموړي په وینا، په دې برخو کې باید لا ډېره پاملرنه وشي او لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

Previous Post

د روژې روغتیایي ګټې

Next Post

اروپايي ټولنه: طالبان دې د ترکیې په کنفرانس کې ګډون وکړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
اروپايي ټولنه: طالبان دې د ترکیې په کنفرانس کې ګډون وکړي

اروپايي ټولنه: طالبان دې د ترکیې په کنفرانس کې ګډون وکړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د نړيوال پرمختګ لپاره د چين خدمتونه

د نړيوال پرمختګ لپاره د چين خدمتونه

اکتوبر 27, 2021
اسپانیا کې ۱۰ پاکستانیان د تروریزم په تور نیول شوي

اسپانیا کې ۱۰ پاکستانیان د تروریزم په تور نیول شوي

مارچ 11, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved