وروسته تر هغه چې نیمروز او جوزجان ولایتونه د طالبانو له لوري سقوط شول، د امریکا ولسمشر پر طالب وسله والو د بریدونو پیلولو امر کړی دی. د ډیلې مېل د راپور له مخې، ولسمشر بایډن د امریکا بي-۵۲ او نورو پرمختللو الوتکو ته امر کړی دی چې په افغانستان کې هغه طالب وسله وال په نښه کړي چې پر ښارونو د بریدونو پلان لري. په راپور کې راغلي چې دا بریدونه به په هغو درېیو ولایتونو کې پیل شي چې طالبان یې اوسمهال د نیولو هڅه کوي او یا یې نیولي دي. د راپور له مخې، بي-۵۲ او اېسي-۱۳۰ هغه پرمختللې جنګي الوتکې دي چې کولی شي تر ۲۴ ساعتونو ډېر وخت په هوا کې وګرځي او دغه راز له ډېر لرې خپل هدف په ښه توګه وولي.











