نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه اوږده مقاله کې لیکلي، چې د امریکااو طالبانو ترمنځ په دوحه کې هوکړه شوې ده خو د بايډن حکومت په دې باور دی چې دغه ډلې پر خپلو هوکړو عمل نه دی کړی. ددې تر څنګ دا وېره هم شته چې که امریکا د سولې له هوکړې په شا کېږي په افغانستان کې به جګړې شدیدې کېږي. نیویارک ټایمز وایي چې بایډن باید په پوره دقت پرېکړه وکړي او امریکا دې په یوه بله جګړه کې نه ښکېلوي خو تر څنګ یې دې په افغانستان کې هم د جګړو او ترهګریو ودې ته زمینه نه برابروي. سرچینه کاږي په امریکا کې هم ګڼ سیاستوال او د ټرمپ مخالف ګوند په دې باور دی چې باید ژر تر ژره له دغه هېواد امریکايي عسکر و ایستل شي، خو د بایډن نږدې کسان بیا په دې باور دي چې د امریکا او ملګرو د امنیت لپاره په افغانستان کې د سرتېرو حضور مهم دی.












