چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

بایډن له طالبانو سره هوکړه ختموي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 10, 2020
in تبصرې
0
بایډن له طالبانو سره هوکړه ختموي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امریکا نوي ولسمشر جو بایډن یوځل بیا ویلي چې د امریکا اوږده جنګونه به ختموي، له افغانستان څخه به خپل ځواکونه وباسي او هلته به یوازې یوه وړه ډله له ترهګرۍ سره د جګړې لپاره پرېږدي. تر دې وړاندې هم بایډن همداسې څرګندونې کړې وې او له افغانستان څخه یې د خپلو ځواکونو پر ایستلو ټینګار کړی و.

لا هم له خلکو سره دا پوښتنې شته چې بایډن به د افغانستان له جګړې او سولې سره څه کوي؟ له طالبانو سره شوې هوکړه به عملي کوي، که بدلون به پکې راولي او یا به یې هم یو مخ لغوه کوي؟

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د افغانستان په تړاو د جو بایډن تګلاره د ټرمپ تګلارې ته ورته ده. هغه غواړي د افغانستان جګړه ختمه کړي او آن کله چې نوموړی د اوباما مرستیال و، په سپینه ماڼۍ کې یې اوباما ته ویلي وو چې هغه حاضر نه دی چې خپل زوی د افغانستان جګړې ته ولېږي. بایډن ته د افغانستان جګړه اوږده، ستړې کوونکې او بې ځایه جګړه ښکاري چې امریکایانو ته مالي او ځاني زیان اړوي، نو ځکه باید ختمه شي. له همدې امله یوازینۍ کړنه چې بایډن به پرې له ټرمپ څخه خوشاله وي او ترې مننه به وکړي، هغه له افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو وتلو ته لاره هوارول او په دې برخه کې شوي پرمختګونه دي.

دا چې بایډن وايي چې یوه ډله سرتیري به په افغانستان کې پرېږدي چې له ترهګرۍ سره جګړه وکړي، ځینې کسان فکر کوي چې ښايي دا چاره طالبان د هوکړې نقض وګڼي او په دې سره به د امریکا او طالبانو هوکړه له منځه ولاړه شي. دوی تېروتنه کوي، ځکه چې د امریکا او طالبانو هوکړې امریکا ته زیاته ګټه رسولې ده. د امریکايي ځواکونو مرګ ژوبله ختمه شوې، لګښتونه یې میلیاردونه ډالره راکم شوي، له افغانستان څخه اوس ورته کوم ګواښ نشته او په دې اړه ډاډ هم ورکړل شوی دی. دا همغه څه دي چې بایډن یې غواړي. اوس چې بایډن د یو ډلې پوځیانو د پرېښودلو خبره کوي، ښايي دا د ممکنه ګواښ د مخنیوي لپاره وي، خو که بایډن پوه شي چې دا ګواښ نشته او طالبان په دې اړه ډاډه او آن تضمین ورکړي، نو بیا به له دې چارې هم تېر شي او د هوکړې عملي کولو او د ځواکونو ایستلو ته به همداسې دوام ورکړي. بایډن به د افغانستان په تړاو د ټرمپ تګلاره تعقیب کړي، ځکه چې له یوه اړخه په دې تګلاره او له طالبانو سره په هوکړه کې د امریکا د مهمو بنسټونو نظر و او له بله اړخه دا هوکړه د امریکا ګټې خوندي کوي.

پر دې بنسټ بایډن د افغانستان په تړاو د ټرمپ تګلاره تعقیبوي. البته په دې تګلاره کې به ځینې واړه او شکلي بدلونونه راشي، خو لوی مسایل به یې پر ځای وي. بایډن د افغانستان جګړه د امریکا لپاره ختموي، خپل ځواکونه وباسي او په افغانستان کې د امریکا لګښتونه تر ممکنې کچې را ټیټوي. نو هغوی چې فکر کوي افغانستان به بېرته له امریکا سره د پخوا په شان اړیکې ولري، همغسې مرستې به وي او جګړه به دوام کوي، تېروتي دي. هغوی ته پکار ده چې له دې خیاله را ووځي، واقعیتونه درک کړي او د سولې لپاره کار او هڅې وکړي.

Previous Post

کرنې ریاست: په میدان وردګو کې به ډېر ژر ۲۲۱ کرنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

Next Post

سامسُنګ د ګلکسي نوټ۲۰ ارزان بیه بڼه معرفي کوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
سامسُنګ د ګلکسي نوټ۲۰ ارزان بیه بڼه معرفي کوي

سامسُنګ د ګلکسي نوټ۲۰ ارزان بیه بڼه معرفي کوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د خلکو شکايتونو ته د چټک ځواب ورکولو فورم د ښاري ادارې پر عصريتوب تمرکز

د خلکو شکايتونو ته د چټک ځواب ورکولو فورم د ښاري ادارې پر عصريتوب تمرکز

دسمبر 23, 2024
دایکندي کې ۷ نوي کانونه موندل شوي

دایکندي کې ۷ نوي کانونه موندل شوي

مې 20, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved