چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

برښنا شرکت: په دوو میاشتو کې ۱۹ پایې تخریب شوې دي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 9, 2021
in افغانستان, اقتصاد
0
برښنا شرکت: په دوو میاشتو کې ۱۹ پایې تخریب شوې دي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې په کابل او نږدې ولایتونو کې د وارداتي برېښنا ۱۹ پایې په بمونو الوځول شوي دي. د یاد شرکت ویاند سنګر نیازی وايي چې وړمه شپه هم د جنوبي سالنګ په آهنګران سیمه کې د نامعلومو کسانو له خوا د وارداتي برېښنا دوې پایې الوځول شوي چې په دې سره یاد شرکت ته په میلیونونو افغانۍ زیان رسېدلی دی.

نوموړی زیاتوي: «د برېښنا شرکت تخنیکي ټیم سیمې ته رسېدلی، له ارزونې وروسته به په تخریب شویو پایو کار پیل شي، سیمه غرنۍ ده، د پایو جوړول به وخت غواړي، خو زموږ همکاران به هڅه کوي، دا د روان کال په تېرو دوو میاشتو کې ۱۹ مه د برېښنا پایه ده چې تخریبږي چې له امله يې برېښنا شرکت ته میلیونونه افغانۍ مالي زیان اوړي».

You might also like

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اوچا: میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

خلیلزاد: د پاکستان وضعیت د درې کاله مخکې په پرتله لار خراب شوی

په ورته مهال د ملي شورا غړي بیا د برېښنا د پایو الوځول د ځينو مافیايي کړیو کار بولي او ټینګار کوي چې یادې کړۍ د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې په دغه ډول کړنو سره له دولت او خلکو د باج اخیستنې هڅه کوي.

د مشرانو جرګې غړی میرحاتم تره‌خېل وايي: «دا هغه خلک دي، چې له برېښنا شرکت او حکومت څخه د باج غوښتنه کوي، دوی پیسې اخلي او ورانکاري دي او خپل ژوند پر دغو ورانکاریو تېروي».

عام افغانان هم دې چارې اندېښمن کړي او وايي چې د برېښنا اوږدې پرچاوۍ له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. دوی له حکومت غوښتنه کوي چې د عامه تاسیساتو د ساتنې په موخه دې کوټلي ګامونه اوچت کړي او د برېښنا د پایو تخریبي عناصر دې د قانون منګولو ته وسپاري.

د کابل ښار اوسېدونکی پیغام زیاتوي: « په داسې حال کې چې هوا ډېره ګرمه شوې، د برېښنا نه شتون له ډېرو ستونزو سره مخ کړي یو، ګرمي ده، د دفترونو کارونه او نورې چارې مو هم ډېر اغېزمنې شوي، هغه کسان چې دا ډول کارونه کوي، تر غوښتنه کوم چې افغانان دې نور نه ځوروي، په دغه کار کې څه ګټه درته رسېږي؟»

خو کورنیو چارو وزارت بیا وايي چې د دوی د عامه شتمنیو د خوندیتوب په موخه خپلې هڅې ګړندۍ کړي او خبرداری ورکوي چې د برېښنا پایو له تخریبي عناصرو سره به د قانون له مخې، جدي چلند وکړي. د دغه وزارت مرستیال ویاند حامد روشن زیاتوي: «موږ په دې لټه کې یو چې د دې پېښې عاملین ونیسو، د برق د پایو په نښه کول او تخریبول یو تروریستي عمل دی او د دغه جنایت له ترسره کوونکو سره به جدي قانوني چلن ترسره شي.»

له دې سره جوخت د ولسمشرۍ ماڼۍ د لومړي مرستیال دفتر وايي چې د برېښنا پایو د امنیت د ټینګښت طرحه د بشپړېدو په حال کې ده او ډېر ژر به عملي شي. د یاد دفتر د مطبوعاتو او عامه اړيکو ريیس رضوان مراد که څه هم د دغې طرحې جزیات نه شریکوي، خو وایي چې د خلکو له مرستې پرته د برېښنا د پایو د امنیت ټینګښت ستونزمن کار دی. مراد زیاتوي چې کشفي او استخباراتي بنسټونو د سیمې له خلکو سره کار پیل کړی، چې د برېښنا پایو د تخریبوونکو په نیولو کې مرسته وکړي.

افغانستان له تېرو شلو کلونو راهیسي د خپلې اړتیا وړ برېښنا له ګاونډیو هېوادونو څخه واردوي، خو د دې برېښنا پایې او نور تاسیسات وخت ناوخته د نامعلومو کړیو له خوا له منځه وړل کېږي.

Tags: Top
Previous Post

د برېښنا ستنې څوک او ولې نړوي؟

Next Post

ریالمي نارزو۳۰ ځیرک موبایل معرفي کړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
اوچا: میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري
افغانستان

اوچا: میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
خلیلزاد: د پاکستان وضعیت د درې کاله مخکې په پرتله لار خراب شوی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان وضعیت د درې کاله مخکې په پرتله لار خراب شوی

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
اسټرلیا له افغانستان سره له شپږ میلیونه ډالرو زیاته مرسته وکړه
افغانستان

اسټرلیا له افغانستان سره له شپږ میلیونه ډالرو زیاته مرسته وکړه

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
د کندوز ابدان دښته کې د نوي ښارګوټي جوړولو پر طرحه بحث وشو
افغانستان

د کندوز ابدان دښته کې د نوي ښارګوټي جوړولو پر طرحه بحث وشو

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
Next Post
ریالمي نارزو۳۰ ځیرک موبایل معرفي کړ

ریالمي نارزو۳۰ ځیرک موبایل معرفي کړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

وانګ يي د تايوان مسئله کې د چين دريځ بيان کړ

سپتمبر 29, 2024
هرات کې تر زرو زیاتې تولیدي کار خونې فعالیت کوي

هرات کې تر زرو زیاتې تولیدي کار خونې فعالیت کوي

جون 25, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Explorând Lumea Jocurilor de Noroc în România: O Privire Asupra Cazinourilor Online

اگست 5, 2026
Uncategorized

La Verdad Detrás de Bet300: Explorando la Legitimidad y Opciones en el Mercado Argentino

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Allure and Risks of Online Gaming at Winit Casino

اگست 5, 2026
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اگست 5, 2026
امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved