بلومبرګ خپرونې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو وتلو ته په اشارې ویلي چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو په پرېکړې سره وښوده چې د ویتنام له جګړې یې زده کړه نه ده کړې. سرچینه کاږي، د بایډن ادارې په افغانستان کې د افغان او امریکایي سرتېرو زرګونه قربانۍ هېرې کړې او له افغانستان څخه یې د خپلو سرتېرو په وتلو سره د ویتنام اشتباه تکرار کړه. د خپرونې په باور امریکا په دغه اوږده جګړه کې ماتې خوړلې ده نو ځکه یې د خپلو سرتېرو د ایستلو لپاره بېړه لرله او وېرېدل چې که چېرته پاتې شي نو د ترهګرو له لوري به له یوې مخې ووژل شي، خو د خپرونې په خبره، امریکا نباید دومره وارخطایي کړې وای ځکه چې ترهګر هغومره هم پیاوړي نه دي چې د امریکایي سرتېرو حتی یو بېس ته هم ورننوځي. خپرونه وایي، جو بایډن نباید حوصله له لاسه ورکړې وای ځکه له دغه هېواد څخه د امریکایي سرتېرو تر وتلو وروسته هیڅ داسې تضمین نه شته چې وښیي تېرې لاسته راوړنې به خوندي پاتې کېږي او افغانان به خپلو کې یوې هوکړې ته سره رسېږي.












