د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ممتاز زهرا بلوچ ویلي، د افغانانو په ګډون پاکستان کې ټول ناقانونه کډوال باید خپلو هېوادونو ته ستانه شي. ممتاز زهرا بلوچ کابل ته د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت مرستیال، محمد خرم اغا سفر په اړه پوښتنې په ځواب کې ویلي، په دغه سفر کې دواړو خواوو د یو سند رژیم د پلي کولو په اړه خبرې کړي دي. نوموړې په دغه خبري ناسته کې ادعا کړې چې پاکستان کې ګڼ شمېر امنیتي پېښې، افغانستان کې د میشتو ډلو سره تړاو لري، او په خبره یې په دې برخه له افغان چارواکو د جدي اقداماتو تمه لري.











