د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په یوه تازه مرکه کې له پخواني ولسمشر محمد اشرف غني سره د شوې هوکړې جزیات ډاګیزه کړي دي. هغه ویلي چې نوموړي ورسره ژمنه کړې وه چې واک به د طالبانو په مشرۍ یو ټولشموله دولت ته سپاري. بلینکن د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې چې اشرف غني د شوې ژمنې خلاف د هوکړې تر عملي کېدو مخکې له افغانستانه پښې سپکې کړې. نوموړي دغه راز ټینګار کړی دی چې غني ورته دا ډاډ هم ورکړی و چې تر وروستۍ سلګۍ به د طا لبانو پر وړاندې جنګېږي. بلینکن سيبيایس ته ویلي، غني سره یې د جمهوریت تر سقوط یوه ورځ مخکې خبرې کړې وې، پر هغه یې فشار راوړی و چې واک دې د طالبانو په مشرۍ یو ټولشموله دولت ته وسپاري. د نوموړي په وینا، غني ورته ویلي چې دی چمتو دی خو داسې ونه شو او په سبا یې هغه له افغانستانه وتلی و. بلینکن د خپلو خبرو پر دوام څرګنده کړې چې د دوی هیڅ استخباراتي ادارې هم دا نه وه پتېیلې چې په ۱۱ ورځو کې به هر څه دومره ستر بدلون کوي.











