د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي چې دوی له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو پر مهالوېش بیا کتنه پیل کړې ده. هغه ویلي چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو مهالوېش چې د مې میاشتې لومړۍ نېټه ده تر ارزونې لاندې ده او دوی به په دې اړه وروستي معلومات پر وخت له ناټو سره شریک کړي. بلینکن، د ناټو له مشر سره په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د سولې پروسې بیا کتنه روانه ده او هڅه یې دا ده چې دا ارزونه هر څه ژر پای ته ورسېږي او په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د حضور په اړه پرېکړه اعلان کړي. بلینکن څرګنده کړې چې دوی له ناټو سره خپله همغږي پیاوړې کړې ده او لکه څنګه چې یو ځای دغه هېواد ته تللي، یو ځای به په مناسب فرصت کې بېرته وځي.












