د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له خپل هندي سیال جې شنکر سره یوې خبرې غونډې ته ویلي، چې سوله ییز او باثباته افغانستان د امریکا او هند دواړو هېوادونو لپاره ګټور دی. بلېنکن ویلي، هند په سیمه کې د امریکا مهم ملګری هېواد دی او هند د افغانستان په ټیکاو او پرمختګ کې مهم رول لوبولی، نوموړي هیله ښودلې چې هند به راتلونکي کې هم دغه رول ولوبوي. د هند بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ولسواکۍ پر ټینګښت او ودې ټینګار کړی. نوموړي له بلېنکن سره تر لیدنې وروسته ویلي، هند او امریکا دواړه په دې باوري دي چې د افغانستان مساله پوځي حل نه لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه راز ویلي، هغسې چې طالبان ښاري سیمو ته نږدې کېږي، فعالیتونه یې د ډېرې اندېښنې وړ دي. نوموړی وايي، دوی د افغان ځواکونو ملاتړ کوي او امریکا به داسې یو حکومت و نه مني، چې پر خپل ولس ظلم کوي.











