بندیزونو افغانستان ته د مرستې رسونې بهیر له خنډ سره مخ کړی دی. د کډوالو په برخه کې د ناروې د یوه مرستندویه بنسټ سلاکار کریش جيپسن ویلي افغانان له ناوړه وضعیت سره مخ دي او د نړیوالو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.
دده په وینا دمګړی ډېری هغه کسان چې غواړي افغانستان ته بشردوستانه مرستې او یا نقدې پیسې ولېږي له ستونزو سره مخ دي. دده په وینا د امریکا د بندیزونو، بانکي سیستم د خرابوالي او نورو ستونزو له امله خلک د نقدو پیسو او مرستو په لېږلو کې له ستونزو سره مخ دي.
هغه زیاته کړې چې نړۍ دې په افغانستان کې روان ناوړه بشري وضعیت ته جدي کتنه وکړي او پر دغه هېواد دې اقتصادي فشارونه پای ته ورسوي.












