بهرنیو چارو وزارت وایي چې د فلسطین د دیني عالمانو مشر او د القدس جومات امام شیخ عکرمه صبري په افغانستان کې روانه جګړه غندلې او هغه یې ناروا بللې ده. د یاد وزارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د فلسطین دې نامتو دیني عالم د النساء سیپارې د ۹۳ ایت پر بنسټ افغانستان کې روانه جګړه مردوده بللې ده. صبري ویلي چې په افغانستان کې د جګړې دواړه لوري مسلمانان دي او ترمنځ یې جګړه ناحقه ده نو باید دواړه لوري هر څه ژر جګړه پای ته ورسوي او خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي. نوموړی په داسې حال کې افغان جګړه ناروا بولي چې په هېواد کې د تاوتریخوالي کچه ورځ تر بلې لوړېږي.












