افغان حکومت وایي نړیوال دې طالبان د جګړو ختمولو ته وهڅوي. د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستي راپور هرکلی کړی دی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې په حقایقو ځان پوه کړي او طالبان سولې او اوربند ته وهڅوي. د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راځي چې طالبان لا هم له ترهګرو ډلو سره اړیکه لري، پر خپلو ژمنو یې عمل نه دی کړی، هدفي بریدونو ته یې ادامه ورکړې ده، لا هم سختې جګړې کوي او مذاکراتو کې یې ګډون پیکه دی. افغان حکومت ویلي نړیواله ټولنه باید طالبان وهڅوي چې ژر تر ژره اوربند وکړي او د خبرو له لارې روانه جګړه پای ته ورسوي. ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې ویلي وو چې طالبان لا هم له القاعده شبکې سره اړیکه لري او په دې برخه کې یې خپلې ژمنې نه دي عملي کړې.












