چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړۍ

بېل ګېټس: نړۍ بیا کووېډ ۱۹ ته ورته بحران سره نه مخ کېږي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 11, 2020
in نړۍ
0
بېل ګېټس: نړۍ بیا کووېډ ۱۹ ته ورته بحران سره نه مخ کېږي
890
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او ښې پایلې ته هیله‌من یو

پزشکیان؛ د زیانمنو شویو رېلي او ترانزیتي لارو د چټکې بیارغونې امر کړی

امریکا او سعودي عربستان د سوله‌ییز اټومي همکاریو هوکړه لاسلیک کړه

“بېل گېټس” په یوه تلوزیوني مرکه کې د کرونا په اړه ډېرو په زړه پورې پوښتنو ته ځوابونه ورکړي دي. د راپورونو له مخې د مایکروسافټ شرکت بنسټ اېښودونکی بیل گیټس چې په دې ورځو کې یې د کووېډ ۱۹ ناروغۍ د مخنیوي لپاره ډېرې مرستې هم اعلان کړې دي له «سي. اېن. بي. سي» تلوزیوني شبکې سره په یوه مرکه کې د کرونا ناروغۍ په اړه ځینې وړاندوېنې کړې دي او ځینو  پوښتنو ته یې جالب ځوابونه ورکړي دي.

د مایکروسافټ کمپنۍ مشر بېل ګېټس وایي که د امریکا حکومت بریالی شي چې په روانه اپرېل میاشت کې کرونا ویروس کنټرول کړي نو ددې احتمال شته چې راتلونکی دوبی یا منی ښوونځي، پوهنتونونه او فابریکې بېرته فعالیت پيل کړي. هغه همدا راز وویل چې ښایي د کرونا ضد واکیسن د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر کې جوړ شي. ده زیاته کړې چې خلک باید ټولنیزه فاصله رعایت کړي، سپارښتنو ته پاملرنه وکړي او په دې توګه کولی شي کرونا ویروس کنټرول شي.

بېل گېټس له ځان سره ښه خبرونه هم لري. دی وایي چې د کرونا ویروس له کنټرول وروسته کېدای شي نړۍ کووېډ ۱۹ ته له ورته کوم بل ویروس سره مخ نه شي. ځکه نړۍ اوس له دې ویروس څخه ډېر څه زده کړل او کافي تجربه یې تر لاسه کړه. او بل دا چې هغه درمل او واکسین چې اوس د کووېډ۱۹ د درملنې او مخنیوي لپاره د جوړېدو په حال کې دي، کېدای شي دې ته ورته نورو ناروغیو مخه هم ونیولای شي.

کېټس وایي، د ۱۸ میاشتو په اوږدو کې به هغه وخت د کووېډ ۱۹ لپاره د واکسین جوړولو امکان ولیدل شي، چې ددې کار لپاره بېړه وشي او درمل جوړونکي شرکتونه ژر په دې کار لاس پورې کړي. دی وایي که شرکتونه دغه کار وکړي، نو بیا زه ویلای شم چې په ۱۸ میاشتو کې موږ ددې ناروغۍ لپاره واکسین جوړلای شو. په داسې حال کې چې اوس د سلو په شاوخوا کې بېلابېلو واکسین جوړولو باندې کار روان دی. نوموړی وایي کېدای شي ځینې یې ددې ناروغۍ لپاره ګټور وي.

بېل گېټس وایي، د «بېل او ملینډا ګېټس» بنسټ سره له دې چې د کووېډ ۱۹ لپاره باید د واکسین جوړولو کار چټک شي مالي مرسته کوي، تر څنګ یې هڅه کوي ځینې هغه درمل هم وپېژني چې پر کرونا ناروغۍ د اخته کسانو لپار ګټور ثابتېږي. نو په دې سره ویل کېدای شي چې په نیږدې راتلونکې کې د کرونا ناروغانو لپاهر د څو ډوله درملو ورکولو سپارښتنه هم وشي، چې دغه څه به تر یوې کچې له دې ناروغۍ څخه د خلکو د مړینې کچه را ټیټه کړي.

د کرونا ناروغي د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر میاشتې په وروستیو کې خپره شوه چې ډېر ژر یې د نړۍ نیږدې ټولو هېوادونو ته سرایت وکړ. د تازه شمېرو له مخې اوس مهال په ټوله نړۍ کې پر کووېډ ۱۹ ناروغۍ یو میلیون ۶۹۹ زره او ۶۳۱ کسان اخته شوي دي. دغه راز له دې ناروغۍ څخه تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې ۱۰۲ زره او ۷۳۴ تنه نور مړه شوي دي. یوازې په امریکا کې بیا ۵۰۲ زره او ۷۸۶ کسان پر کووېډ ۱۹ ناروغۍ اخته دي، چې له دې ډلې ۱۸ زره او ۷۴۷ نور یې بیا مړه کړي دي.

Previous Post

چین روسیې ته د طبي متخصصینو ډله استولې ده

Next Post

د کرونا بحران؛ لویديځ د څارنې سیستم په برابرولو کې پاتې راغلی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او ښې پایلې ته هیله‌من یو
نړیوال خبرونه

ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او ښې پایلې ته هیله‌من یو

by Spogmai Radio
جولای 28, 2026
پزشکیان؛ د زیانمنو شویو رېلي او ترانزیتي لارو د چټکې بیارغونې امر کړی
نړۍ

پزشکیان؛ د زیانمنو شویو رېلي او ترانزیتي لارو د چټکې بیارغونې امر کړی

by Spogmai Radio
جولای 27, 2026
امریکا او سعودي عربستان د سوله‌ییز اټومي همکاریو هوکړه لاسلیک کړه
نړۍ

امریکا او سعودي عربستان د سوله‌ییز اټومي همکاریو هوکړه لاسلیک کړه

by Spogmai Radio
جولای 23, 2026
ټرمپ: په هرمز تنګي کې د ایران هر برید به له پوځي ځواب سره مخ شي
نړۍ

ټرمپ: په هرمز تنګي کې د ایران هر برید به له پوځي ځواب سره مخ شي

by Spogmai Radio
جولای 23, 2026
پېنټاګون؛ اردن کې د وژل شویو ۲ امریکايي سرتېرو هویت خپور کړی
نړۍ

پېنټاګون؛ اردن کې د وژل شویو ۲ امریکايي سرتېرو هویت خپور کړی

by Spogmai Radio
جولای 21, 2026
Next Post
د کرونا بحران؛ لویديځ د څارنې سیستم په برابرولو کې پاتې راغلی

د کرونا بحران؛ لویديځ د څارنې سیستم په برابرولو کې پاتې راغلی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

غزني کې د کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانیستل شو

غزني کې د کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانیستل شو

دسمبر 19, 2023
ا.ا: امریکا دې زموږ په کورنیو چارو کې له لاسوهنې لاس واخلي

ا.ا: امریکا دې زموږ په کورنیو چارو کې له لاسوهنې لاس واخلي

دسمبر 26, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ