د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وایي، چې افغانان دې د بشري حقونو په اړه خپلې اندېښنې ورسره شریکې کړي. نوموړي دا څرګندونې افغانستان ته تر ۱۲ ورځني سفر وروسته نیویارک ته تر رسېدلو وروسته تېره شپه په یو لړ ټویټونو کې کړې دي. هغه زیاته کړې چې افغانستان ته د سفر پر مهال یې د بېلا بېلا ډلو له استازو سره یې ولیدل. بېنېټ له افغانانو غوښتي چې د بشري حقونو په اړه خپلې اندېښنې ورسره د ايمیل له لارې شریکې کړي او د شکایت کوونکو هویت به پټ ساتل کېږي.











