چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home کتاب

بې واکه صورتونه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 21, 2020
in کتاب
0
بې واکه صورتونه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

بې واکه صورتونه د پښتو ژبې د تکړه لیکوال او شاعر ډاکتر اجمل ښکلي اثر دی، چې سمون خپرندويې ټولنې چاپ کړی دی.

موږ په پښتو کې د فيمينېزم تر ډېره  یوازې نوم اورو، خو د فيمينېزم په اړه مو په کتابونو او مقالو کې تنده نه ده خړوبه شوې. دلته د فيمينېزم په پېژندنه او فيمنيستي نظرياتو بحث شوی دی. فيمينېزم کله رامنځ ته شو؟ کوم پړاوونه يې طی کړل؟ او تر کومه ورسېد؟ دا هغه پوښتنې دي چې د دې کتاب ليکوال ورته په لومړي سر کې ځوابونه وايي. لیکوال يوازې معلومات نه دي راټول کړي، بلکې هغه يې شنلي او تحليل کړي هم دي. موخه او هدف يې هم ورته ټاکلی او وروسته يې يوې پايلې ته رسېدلی. د بشر په تاريخ کې له ښځو سره د شوي ظلم جاج يې اخيستی دی. همدارنګه يې ثابته کړې، که د ښځې فکر او نظريې ته درناوی وشي، نو د ټولنې او فرهنګ په وده کې به ستر رول ولوبوي.

You might also like

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

پر فرهنګ باندې د فيمينېزم اغېز څه دی؟ دلته ليکوال په دې راسره غږېدلی، چې په سياست، ژبه، ادب او اقتصاد کې د ښځو اغېز څه ډول دی؟ کله چې فيمينېزم پرمختګ کوي، په فرهنګ کې کوم تغيرات رامنځ ته کېږي؟ په ژبه کې کوم تغيرات رامنځ ته شول؟ او همداسې په ډېرو نورو موضوعاتو مو سر خلاصوي.

فيمينېزم کوم پړاوونه طی کړل؟ په لومړي سر کې چې ښځه يوازې د کور وه، بيا ټولنې ته راغله، حق يې تر لاسه کړ او د ټولنې او سياست په پرمختګ کې يې برخه واخيسته؛ وروسته بیا کوم تغيرات رامنځ ته شول؟ دا هغه پوښتنې دي چې په دې کتاب کې يې تاسو ځوابونه موندلی شی.

له دوو نړيوالو جګړو را وروسته چې کوم ساينسي تغيرات د موډرنتوب او پرمختګ لپاره رامنځ ته شوي، دغو ساينسي تغيراتو پخپله هم که ګټه درلوده، خو څه نا څه تاوان يې هم درلود. د دې کتاب ليکوال په دې برخه غږېدلی او د دې لپاره چې لوستونکی پر فيمينېزم وپوهوي، د ژاک درېدا د پوسټ مډرنيزم افکارو ته يې رابولي او بيا ورته وايي، چې اوس نو په فيمینېزم پوهېدلی شې. په دې برخه کې به لوستونکی لومړی په پوسټ مډرنيزم څه نا څه پوهېدلی وي او وروسته به په فيمينېزم د پوهېدو لپاره ورته لاره هواره شوې وي. ليکوال ليکي: «فيمينېزم له يوه پلوه په ټولنه کې د ښځې په اړه د شته ذهنيت پر وړاندې رغښت‌ماتې تيوري وکاروله او عملي هلې ځلې يې وکړې او له بل پلوه يې په ادبي، تاريخي او نورو متونو کې د ښځو په اړه د همدغه شته ذهنيت پر بنسټ رغېدلي صفتونه وکاږل او دا متنونه يې وشنل او هغه اړپېچن حالتونه يې رابرسېره کړل، چې نرينه ذهنيت جوړ کړي وو.»

ښځمنواله کره کتنه (Gynocriticism) ولې رامنځ ته شوه؟ د دې کره کتنې ګټه څه وه؟ له فيمينېزم سره يې څنګه اړيکه لرله؟ استاد ليکي: «ښځه چې د خپل يوه بيالوژيکي او عضوي(اورگانيک) فعاليت په اړه خبرې کوي؛ نو دا به ډېرې مستندې، رښتيا او باوري وي. سړى دا نشي درک کولاى يا که يې ژورو ته ځان رسول غواړي؛ نو بايد له يوي نوې تجربې تېر شي. خبره چې د ادبياتو شي؛ نو ښځې چې کوم احساسات څرگندوي، هغه نارينه کره کتونکي نشي درک کولاى. همدا لامل و چې د (Gynocriticism) يا ښځمنې کره کتنې اړتیا پيدا شوه او ومنل شوه. د ماشوم د زېږون تجربه يوازې د ښځې تجربه ده او کله چې ښځه دا تجربه څرگندوي؛ نو سړى يې هغسې نشي احساسولاى لکه يوه ښځه.» په دې برخه کې د کتاب ليکوال لومړی د دې کره کتنې په اړه غږېږي او د ښځمنو ليکوالو د ليک ځينې بېلګې تشرېح کوي. همدارنګه د دې کره کتنې د ارزښت په اړه يو بل ځای ليکي: «اوس نو موږ د ښځمنو ليکوالو او شاعرانو د کلمو د انتخاب، د جملو د جوړښت، د موضوعاتو تر غوراوي شا ته همدا د جنسيتي کمترۍ احساس وينو او دا د ښځمنو پنځگرو د سبک لويه ځانگړنه ده، چې ښځمنه کره کتنه يې رابرسېره کوي، ځکه د جنسيتي حقارت کومه تجربه چې په بندو ټولنو کې ښځه کوي، سړى ورسره نه مخېږي او همدا هغه اړخ دى، چې ښځمنه کره کتنه ورپسې گرځي.»

مینه وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.

Previous Post

بد توافق تر نه‌ توافق غوره دی

Next Post

د کیوي حیرانوونکې روغتیايي ګټې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو
کتاب

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
فبروري 21, 2026
«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو
کتاب

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

by Spogmai Radio
جنوري 24, 2026
عثماني خلافت کتاب چاپ شو
کتاب

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
دسمبر 6, 2025
کتاب

د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

by Spogmai Radio
اکتوبر 25, 2025
«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو
کتاب

«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

by Spogmai Radio
سپتمبر 27, 2025
Next Post
د کیوي  حیرانوونکې روغتیايي ګټې

د کیوي حیرانوونکې روغتیايي ګټې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Plinko Slot Uk

سپتمبر 8, 2025
روسیې افغانستان ته د خپلو مرستو پنځمه چوپه راواستوله

روسیې افغانستان ته د خپلو مرستو پنځمه چوپه راواستوله

دسمبر 4, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved