چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

بد توافق تر نه‌ توافق غوره دی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 21, 2020
in تبصرې
0
ولې باید د ولسمشر مرستیال د کابل د امنیت مسوول شي!؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په دوحه کې د بین الافغاني خبرو د پيل لپاره پر اصولو او کړنلاره شته اختلاف لا هم نه دی حل شوی او ورسره په افغانستان کې جګړه هم ګرمه روانه ده، چې سولې ته یې ناهیلۍ زېږولې دي. له دې سره ځینې کسان د سولې د خبرو د ناکامۍ او د کورنۍ جګړې وېره لري. حکومتي چارواکي وايي چې دوی جګړې او سولې دواړو ته تیاری لري او که امریکايي ځواکونه د دوی ملاتړ هم ونه کړي، دوی به مقاومت وکړي او د دې حالت لپاره تیاری لري. هاخوا بیا ناټو له افغان ځواکونو سره تر ۲۰۲۴ کال پورې د مرستو د دوام خبره کړې ده.

که څه هم تر اوسه د سولې په برخه کې شته ناهیلي دومره نه ده چې یو مخ د سولې د خبرو د ماتې تصویر دې ترې واخیستل شي، خو دا وېره یو مخ هم د هېرېدو نه ده چې خبرې به له ناکامۍ سره مخ شي. حکومتي چارواکي درک کوي چې که دا خبرې بریالۍ نه شي، نو د کورنۍ جګړې وېره زیاته ده. که څه هم طالبان فکر کوي چې له امریکا سره له هوکړې وروسته یې په جګړه کې هم نه بایلي او حکومت را پرځولی شي، خو دا نه سمه محاسبه ده او نه هم سمه لاره. لومړی خو امریکا لا هم د حکومت له ملاتړه پوره لاس نه دی اخیستی او د هلمند جګړو وښوده چې دوی به مداخله کوي. له بله اړخه له امریکا پرته ځینې نور هېوادونه شته چې د حکومت تر شا ودریږي او له طالبانو سره یې د جګړې جوګه کوي. دا دي اوس ناټو دا خبره کړې چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به له افغان امنیتي ځواکونو سره مرستې ته دوام ورکوي. دا سمه ده چې طالبان به پیاوړي وي، ډېر بریدونه به وکړي او ښايي په ځینو سیمو کې لوی پرمختګونه هم وکړي، خو دا هېڅکله بریا نه ده او نه به طالبان خپل هدف ته ورسوي. که حکومت هم فکر کوي چې دوی به مقاومت کوي او ځینې هېوادونه به مرسته کوي، دوی هم تېروتنه کوي، ځکه چې د امریکا له مرستې پرته دا حکومت نړېدونکی دی او له شک پرته چې طالبان به پر حکومت ډېر برلاسي وي. یا که د ماتې خبرې ترې لرې شي، د جګړې د دوام تصویر ډېر څرګند دی.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

خلک غواړي د سولې خبرې بریالۍ شي او دواړه اړخونه توافق ته ورسیږي. که څه هم خلک د ښه توافق تمه لري، خو له سقوط او د جګړې له دوام څخه بد توافق هم غوره ګڼي. هېڅ افغان د جګړې دوام او بیا د نظام سقوط نه غواړي. ټول غواړي چې جګړه ودریږي او توافق وشي. دا سمه ده چې د نظام په سقوط او د جګړې په دوام کې به د ځینو مشرانو هېڅ زیان نه وي، خو د جګړې د دوام او سقوط اصلي زیان ولس او د دواړو اړخونو اکثریت کسانو ته رسیږي. له همدې امله د جګړې دوام او سقوط د هېڅ افغان انتخاب نه دی. دواړه اړخونه باید درک کړي چې په اوسنیو شرطونو او دریځونو د سولې خبرې نه بریالۍ کېږي او که خبرې بریالۍ نه شي، نو جګړه دوام کوي. له همدې امله دوی باید خپل دریځونه بدل کړي او باید له شرطونو تېر شي، تر نه‌توافق، بد توافق هم غوره دی، ځکه چې که توافق ونه شي، د جګړې دوام او سقوط حتمي دی.

Previous Post

ولسمشر غني مکمله کابینه د باور رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کوي

Next Post

بې واکه صورتونه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
بې واکه صورتونه

بې واکه صورتونه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

نیمروز کې د باروړونکو موټرو لپاره د ترمینل جوړولو چارې پيل شوې

نیمروز کې د باروړونکو موټرو لپاره د ترمینل جوړولو چارې پيل شوې

اکتوبر 23, 2025
ناروې؛ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون د پاکستان بریدونه غندلي

ناروې؛ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون د پاکستان بریدونه غندلي

مارچ 18, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved