سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

ولسمشر غني مکمله کابینه د باور رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 21, 2020
in افغانستان
0
ولسمشر غني مکمله کابینه د باور رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

له پوره شپږ کلن ځنډ وروسته نن لومړی ځل دی چې افغان حکومت په یوه ځل ټوله معرفي شوې کابینه د باور رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته ورپېژني. ټاکل شوې چې نن ولسمشر غني په خپله د ده او ډاکټر عبدالله عبدالله لوري معرفي شوي وزیران ولسي جرګې ته د ور وپېژني. په دې سره هڅه کېږي چې د سرپرستۍ دود ختم شي، خو د رایې ورکولو، د نوماند وزیرانو د اسنادو، وړتیاوو او تخصص په اړه لا هم اندېښنې شته دي. بلخوا څارونکي بنسټونه بیا له ولسي جرګې غواړي چې وکیلانو ته یوازې د دوی وړتیا ته په کتو رایه ورکړي.

د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي یووالي په تېر حکومت کې په کابینه کې د سرپرستۍ دود تر پایه پر خپل ځای و، خو دا لومړی ځل دی چې په شپږو کلونو په یوه ځل ټوله کابینه د باور رایې د اخیستو په موخه ولسي جرګې ته ور معرفي کېږي. ولسمشر غني به نن په خپله ولسي جرګې ته ځي او په ځانګړو مراسمو کې به نوماند وزیران ولسي جرګې ته ور پېژني. بلخوا په ولسي جرګه کې بیا وزیرانو ته د رایې ورکولو لپاره د یوه مشخص میکانېزم نه موجودیت اندېښنې پارولې دي. پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي چې په ولسي جرګه کې دې وزیرانو ته د رایې ورکولو لپاره یو روښانه او کارنده میکانېزم رامنځ ته شي، څو په دې توګه شفافه او ځواب ویونکې کابینه جوړه شي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

بلخوا په ولسي جرګه کې بیا د نوماند وزیرانو په اړه ګڼې اندېښنې موجودې دي. یو شمېر وکیلانو ویلي چې د کابینې ګڼ غړي دوه تابعیته لري او تر دې دمه یې له بهرني تابعیت لاس په سر شوي نه دي. همدا راز د ځینو نورو نوماند وزیرانو په اسنادو کې هم ستونزې موجودې دي چې ښایي ولسي جرګه دوی ته د باور رایه ور نه کړي. د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ هم وایي چې یو شمېر وکیلان دوه تابعیته لري چې د ولسي جرګې غړي باید دې مسئلې ته متوجه وي او له تېرو تجربو په استفادې دې د نورو هېوادونو تابعیت لرونکو وکیلانو ته د باور رایه نه ورکوي.  د فیفا او ولسي جرګې د اړیکو مسوول عبدالباقي رشید وايي: ((ولسي جرګه باید ډاډ ترلاسه کړي چې نوماند وزیر په بریالیتوب سره د اړوند سکتور مخته وړلو لپاره کافي تجربه او وړتیا لري او په دې برخه کې د هر ډول سرسري تېرېدنې مسوولیت په ولسي جرګې پورې اړه لري)).

د ده په خبره، پخوا هم ولسي جرګې یو شمېر داسې وزیرانو ته د باور رایې ورکړې دي چې هغوی دوه تابعیته لرل او د دندې تر ختمېدو وروسته یې بېرته هغه هېوادونو ته تللي او ملت ته د حساب ورکولو لپاره ځان مسوول نه بولي. له دې سره جوخت په ولسي جرګه کې د مصلحتونو د موجودیت په اړه هم اندېښنه څرګنده شوې او د فیفا مسوولینو له وکیلانو غوښتي چې له هر ډول مصلحت پرته دې یوازې د وړتیا پر بنسټ نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورکړي. د دوی په خبره: ((خلک تمه لري چې ولسي جرګه له مقطعي مصلحتونو او قومي، سمتي، ټیمي او ژبني لیدلورو تېر شي او ځواب ویونکو، په کار پوه، باکفایته او وړ نوماند وزیراتو ته د باور رایه ورکړي)).

د فیفا مشر هم ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو د معرفي کولو اقدام ستایي او په خبره یې، دا پروسه به حکومت د قانونیت لور ته بوځي او د فساد په له منځه وړلو کې به هم اغېزناک تمام شي.

ولسمشر غني داسې مهال ولسي جرګې ته خپله کابینه ور معرفي کوي چې وکیلانو وار له مخه د ځینو وزیرانو د جرمي دوسیو، دوه ګونو تابیعتونو، تحصیلي اسنادو او وړتیاوو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. وړمه ورځ د ولسي جرګې غړو ویلي وو چې له یادو نوماند وزیرانو ځینې جرمي دوسیې لري او ځینې دوه تابیعته دي. وکیلانو همدا راز د ځینو وکیلانو او نوماند وزیرانو ترمنځ د معاملې ادعا هم کړې ده او په خبره یې یو شمېر نوماند وزیران د معاملې له لارې هڅه کوي ځان واک ته ورسوي او د باور رایه خپله کړي.

Tags: Top
Previous Post

د جګړې بدرنګ بیزونه او د ملي شتمنیو د لوټ غمخواره!

Next Post

بد توافق تر نه‌ توافق غوره دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
ولې باید د ولسمشر مرستیال د کابل د امنیت مسوول شي!؟

بد توافق تر نه‌ توافق غوره دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د بهرنيو چارو وزارت مرستيال اندونيزيا کې د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو سره کتلي

د بهرنيو چارو وزارت مرستيال اندونيزيا کې د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو سره کتلي

جولای 15, 2023

Pragmatic Slot

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved