چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د جګړې بدرنګ بیزونه او د ملي شتمنیو د لوټ غمخواره!

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 21, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
د جګړې بدرنګ بیزونه او د ملي شتمنیو د لوټ غمخواره!
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

وروستیو څلورو لسیزو پرله پسي جګړو، ناخوالو، په کور دننه د پردیو اجنډاوو تعقیب، لاسوهنو، نیواک او یرغل په افغان خاوره کې د هر موجود وجود بې تعریفه کړی، هرې رنګینې خپله ښکلاه بایللې، هر خوند خپل رنګ ورک کړی او هر معیار د مروجو او منلو علمي او تاریخي مفاهیمو او ویوکو په خلاف کارېدلی او ورڅخه ناوړه ګټنه شوې.

د بېلګې په توګه، د لومړۍ افغان انګریز جګړې د ملي غزا اتل وزیر محمد اکبر خان بې ګوره، بې لقبه او بې رتبې دی؛ مګر بچه سقاو او د تنظیمي جګړو ټول بدنامان، بلچار‌ان او بګیلان د کابل په لوړو څوکو کې د ګرانبیه مزارونو او زیارتونو څښتنان او یا لکه بدنام او مشهور جګړه‌مار ګیلم جم دوستم مارشال او قومندان مسعود ملي قهرمان شول.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د افغان تاریخ د ناسور له لسګونو او حتی سلګونو بېلګو، پېښو او تراژیدیو تېریږو او د لرې او نږدې تاریخ د بېلګو پر ځای به د نن تاریخ، د نن غمیزې او د نن د معیارونو پر بنسټ به د دې کیسې جاج واخلو، چې پیړۍ وروسته هم د تورزن معیار لا ورک دی، د ملي شتمنیو د چور عاملین په رڼو سترګو کې لا پټ دي او جالبه دا ده چې د څو جنګي بیزونو او د امریکایي بوجونو نړوونکي د ملي شتمنیو چور کوونکي، ملي خاینین او د وطن دښمنان بلل کیږي؛ ولې په مقابل کې د ډیورنډ خرڅوونکي، د کونړ بربادوونکي او د افغانانو د وژلو، غلامولو او قتال (لعنتي امنیتي تړون) قراردادیان بیا د وطن خیر غوښتونکي، د ابادۍ ناجیان او د افغان ژغورنې خواخوږي بلل کیږي.

کیسه له هغه ځایه راولاړېږي چې څو ورځې وړاندې طالبانو جګړه د هلمند تر مرکز لښګرګاه راورسوله او په دغه جریان کې یې د افغان ځواکونو ځینې د څارچوڼۍ او ستر یرغلیز بیزونه ونیول.

په دې وخت کې قهرجن، دردېدلي او له جګړې کرکه کوونکي او ستړي هلمندي ولس ځینې بیزونه په دې موخه ویجاړ او وران کړل، چې ګواکې بیا د دوی سیمو ته جګړه رانشي، د دوی کلي د واشنګټن او نیویارک د ساتنې د سنګرونو او مورچلو په توګه ونه کارول شي او تر یوې کچې هلته د مېشتو حکومتي چوڼیو د نظامیانو له ناوړه کردار څخه هم په تنګ او جنګ راغلي وو.

وروسته د دغو بیزونو انځورونه تر ټولنیزو او انځوریزو رسنیو ورسېدل، بېلابېلې شننې پرې وشوې، چا له سره افغان ولس له انسانیته وتلی یاد کړ، د فرید مزدک خراساني عقدیانو بیا افغان ملي هویت وغانده او پښتون قام ته یې پکې ناوړې خبرې او سپکي سپورې وویلې، حتی مشرانو او ولسي جرګې هم دا چاره خیانت او د پنجابي پاکستان هغه دسیسه یاده کړله، چې ګواکې ښیي چې افغانستان به د تنظیمي جګړو او شر- فساد د عاملینو دور ته وګرځي.

دوی ټولو په دې پلمه سوله هسې د وخت ضایع کول وګڼل، د جګړ‌ې او اشغال د دوام غوښتنه یې وکړه او د جګړې د امریکایي بیزونو په پلمه یې له طالب، سولې او افغانستان سره خپله کینه او دښمني ښه په جار او جر اعلان کړه.

ما چې کله د یوه مهذب افغان ملت له دریځه د دې خلکو دا پڅ، له عقدې ډک او پر کسات او افغان دښمنۍ ولاړ دریځونه هغه هم د ملي ګټو د تالان او چور په غمخوارۍ کې ولیدل، نو دا مې درک کړه چې شل کلن امریکایي نیواک د دې ملت پر ارزښتونو ناتار او غوبل څه چې په باورونو، ارمانونو، ویاړونو او ګډو ملي معیارونو یې هم خپله کرغېړنه او ناولې اغېزه ښیندلې، د دې ملت روح یې فاسده کړې، د اسلامي او ملي دریځ عزمت یې بې سېکه کړی او په ټوله کې د افغان ولس اصلیت او ملي اصالت یې دومره کاواکه، بلواکه، پیکه او کمزوری کړی چې پایله یې د افغان وژنې، واشنګټن ساتنې او اشغال د دوام د څو خاورینو امریکایي بوجونو په سر، د ملي ګټو او ارزښتونو له ستر دریځه خپل ولس غندي، د ډیورنډ او اشغال د ننګ غیرت ترې هېر دی؛ ولې په هلمند کې د جګړې د څو بوجونو نړول ورته په ننګ اوښتي، د طالب د دوحې هوکړه چې د اشغال خاتمه تضمینوي، غندي؛ ولې له امریکا سره د افغان وژنې په تړون عمل غواړي، د پنجاب د زرګونو راکیټونو پر خلاف یې یوه ورځ د پنجاب کابل مېشت سفارت بند نه کړ؛ ولې د ولس کلي، کورونه، بانډې، جوماتونه، هدیرې او حجرې په ۴۸ نیواکګرو بمباروي او په دې وحشتکارۍ کې د جمهوریت پايښت خوندي ګڼي. همدارنګه د سوونو میلیونونو او میلیاردونو کابل واکو غلو کیسه د هوا ګزول دي؛ ولې د غریب او جګړه ځپلي پښتانه په کلي کې د واشنګټن ساتنې بیز یې بیا غوغا تر واشنګټن او اتنه ورسوله.

زه د یوه افغان له دریځه په دې باور یم چې که سوله راغله، نو د افغانانو د وژلو او د پردیو د قوماندې او رهبرۍ ټول بیزونه باید ونړول شي، ویران او ویجاړ دې شي.

ځکه زموږ ولس له دې بدرنګو بیزونو، پاټکونو او غونډونو تل شر لیدلی، سپک شوی پکې، ربړول شوی پکې، له دې بیزونو یې مقدساتو ته سپکاوی شوی، تر امریکایي زندانونو یې زموږ د ولس برخلیک رسولی او که هېڅ هم نه وي؛ د دې خاورینو او بدرنګو بیزونو تر شا د یوه شل کلن یرغل، نیواک، اشغال، بلواکۍ، تپلواکۍ او خیانت اوږده له ربړونو، توپیرونو، فسادونو، ساندو، تراژیدیو او ماتمونو ډکه کیسه پرته ده او دا بدرنګه، بد خونده او ترخه کیسه یوازې د یرغل او اشغال د اثارو په له منځه وړلو سره ممکنه او تړلې ده.

لیکنه: قاضي نجيب الله جامع

Previous Post

نوې کابینه سبا د ولسمشر لخوا پارلمان ته معرفي کیږي

Next Post

ولسمشر غني مکمله کابینه د باور رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
ولسمشر غني مکمله کابینه د باور رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کوي

ولسمشر غني مکمله کابینه د باور رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

نړیوال دا نه مني چې د تایوان مسئلې په پلمه دې د چین مخه ونیول شي

د روغتيا نړيوال کنفرانس يو ځل بيا د تايوان په اړه مسوده رد کړې

مې 23, 2023

Free Spins To Win Real Money

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved