تاجکستان یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې د سولې له پروسې سره هر اړخیزې همکارۍ ته تیار دي. د افغانستان د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني په یوه رسمي سفر تاجکستان ته تللی او ددغه هېواد له ولسمشر او د پارلمان له رییس سره یې کتلي دي. په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او په سیمه کې پر روان وضعیت خبرې شوې دي. د تاجکستان ولسمشر ویلي چې دوی په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات د راتګ غوښتونکي دي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي. په دې لیدنو کې همدا راز د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو او ترهګرۍ ګواښونو پر وړاندې د مبارزې په اړه هم خبرې شوې دي. تاجکستان ډاډ ورکړی چې په بېلو برخو کې به د افغانستان د پرمختګ لپاره خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.












