عامې روغتیا وزارت وایي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستل کېدو پر طرحه یې خبرې کړې دي. ددغه وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، تر دې دمه دې پایلې ته نه دي رسېدلي چې ښوونځي او پوهنتونونه به پرانیزي خو وضعیت ته په کتو به په دې تړاو پرېکړه کوي. دغه وزارت له پوهنې وزارت، حج او اوقافو وزارت او د خصوصي ښوونځیو او پوهنتونونو له استازو سره کتلي دي او د ښوونځیو د پرانیستل کېدو پر طرحه یې خبرې ورسره کړې دي. د عامې روغتیا وزارت وایي دوی ټولې پرېکړې د کرونا ویروس کچې ته په کتو کوي او دا به ارزوي چې په راتلونکو ورځو کې د مثبتو پېښو په ګراف کې کوم بدلونونه راځي نو پر همدې بنسټ هم دوی خپله پرېکړه کوي.












