د تخار د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۰ تنو ژوند بایللی او لسګونه کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې هم ویجاړه کړې ده. د مسوولینو په وینا؛ سېلابونو په چال، اشکمش، نمکاب او فرخار ولسوالیو کې زیات زیانونه اړولي دي. دا په داسې حال کې ده، چې په بغلان، بدخشان، غور او هرات ولایتونو کې هم سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.











