چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

ترمپ ته د سولې نوبل جایزه، د پاکستان له شرمه ډک وړاندیز

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 22, 2025
in تبصرې
0
ترمپ ته د سولې نوبل جایزه، د پاکستان له شرمه ډک وړاندیز
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د سولې نوبل جایزه، چې د بشریت د ستر ارزښت – یعنې د سولې، همغږۍ او بشري کرامت – سمبول ګڼل کېږي، اوس د داسې یوه کس لپاره د ورکړې وړاندیز کېږي چې په نړیواله کچه یې د جګړو اور ته نور هم پټرول ورواچول. پاکستان، چې تل یې له نړیوالو اصولو سرغړونه کړې، دا ځل یې خپله بې‌شرمي یو نوي حد ته رسولې او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته یې د ۲۰۲۶ نوبل سولې جایزې لپاره د نوماندۍ اعلان کړی دی. دا وړاندیز نه یوازې مضحک، بلکې له شرم نه ډک دی.
ډونالډ ټرمپ د خپلې واکمنۍ پر مهال نه یوازې د سولې لپاره هېڅ بنسټیز او پایدار ګام نه دی پورته کړی، بلکې د هغه اقداماتو نړۍ ته یواځې ناورین، بې‌ثباتي او جګړه راوړې. د ده په دوره کې منځني ختیځ نور هم تیت و پرک شو. د امریکا له خوا د بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت پېژندلو د فلسطین قضیه لا ډېره بحراني کړه او د ایران اسرایلو او حماس اسراییلو ترمنځ روانه جګړه لا خونړۍ شوه. د ټرمپ په دوره کې له ایران سره اټومي هوکړه لغوه شوه، چې دا کار د سیمې امنیت ته لوی ګواښ شو.
له بلې خوا، د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه، چې نړۍ یې د یوه نوي نړیوال ناورین له وېرې سره مخ کړې، د ټرمپ د واک له دورې وروسته لا زیاته پراخه شوه، خو ټرمپ د دې جګړې په هکله هېڅ مثبت دریځ ونه لاره، بلکې تل یې د روسیې په اړه نرم دریځ خپل کړی دی. د نړۍ د امنیت او سولې په پار د هغه بې‌پروايي، د ده د ناپوهۍ او خودخواهۍ څرګند ثبوتونه دي.
اوس چې پاکستان د داسې یو کس نوماندۍ ته سترګې نیولي، دا د هغه هېواد د دوه‌مخۍ، د اصولو د نه درناوي او د شرم د کچې ښکاره مثال دی. دا هغه پاکستان دی چې خپله خاوره یې د داعش ترهګرو لپاره په امن ځاله بدله کړې، له افغانستانه نیولې تر هند پورې یې د ترهګرو د صادرولو دوامداره پالیسۍ سیمه له بحران سره مخ کړې ده. پاکستان چې د بشري حقونو او نړیوالې سولې له ارزښتونو سره هېڅ تړاو نه لري، څنګه دا جرئت کوي چې د سولې د نوبل جایزې لپاره وړاندیز وکړي؟
د دغه پوچ اعلان پر بنسټ، پاکستان مدعي شوی چې ټرمپ د هند او پاکستان ترمنځ د یوه احتمالي اتومي جګړې مخه نیولې. حال دا چې هېڅ داسې رسمي، اغېزمن او دایمي اقدام نه دی ثبت شوی چې د ټرمپ دا رول ثابت کړي. دا یو تبلیغاتي بیان دی چې یواځې د نړیوالو سترګو دوکه کولو لپاره خپور شوی.
د سولې نوبل جایزه باید د هغو کسانو برخه وي چې د بشریت د خیر، د جګړو د پای، د ظلم پر ضد د مبارزې، او د عدالت د تامین لپاره یې رښتینی قربانۍ ورکړې وي، نه د هغو کسانو چې د خپلو شخصي ګټو، ناسم لیدلوري او تباه کوونکو سیاستونو له امله یې نړۍ د یوې درېیمې نړیوالې جګړې تر څنډې رسولې.
پاکستان، چې تل یې د ترهګرۍ له پالنې، د ګاونډیو هېوادونو د بې‌ثباته کولو او د دوه‌مخۍ سیاستونو له امله نړیواله بدنامي ګټلې ده، باید وپوهېږي چې دا ډول شرموونکي او ناسم وړاندیزونه د نړيوالو د پام را اړولو لامل نه کېږي. بلکې دا د هغه هېواد د اخلاقو، فکر او سیاست د سطحې نښه ده.
پایله دا ده چې پاکستان د شرم تر حده رسېدلی، چې د نړۍ د بې‌ثباتۍ ستر عامل ته د سولې جایزې وړاندیز کوي، خو دا هڅې به ناکامې شي. نړۍ باید هوښیاره وي.

Previous Post

مولوي امیر خان متقي د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي دي

Next Post

خوست کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
خوست کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې

خوست کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

فراه کې یو سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

فراه کې یو سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

فبروري 25, 2024
پنګ لي يوان د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستيال سليمان سره وکتل

پنګ لي يوان د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستيال سليمان سره وکتل

جولای 12, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved