سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

ترکستان د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 6, 2020
in پوهنتون
0
ترکستان د لوړو زده کړو خصوصي موسسه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

ترکستان د لوړو زده کړو خصوصي موسسې د ۱۳۹۲ کال په وروستیو کې د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ په بلخ کې ولایت کې د دوو پوهنځيو اقتصاد او حقوقو او سیاسي علومو په درلودلو سره پر فعالیت پیل کړی دی. ترکستان د لوړو زده کړو خصوصي موسسه تر اوسه پورې همدا دوه پوهنځي لري. د لوړو زده کړو د دې موسسې د بهرنیو اړیکو  مسوول  ډاکټر نجیب عسی زاده وایي، دوی غوښتل چې د موسسې په چوکاټ کې نوي پوهنځي هم ایجاد کړي او په دې برخه کې پوره تیاری لري، خو دا چې د ولسمشر په امر لوړو زده کړو وزارت په خصوصي پوهنتونونو کې د نویو پوهنځیو ایجادول ځنډولي دي، نو دوی دې ته په تمه دي چې دویم ځلي اجازه ورکړي او د نویو پوهنځيو لپاره منظوري واخلي.

ښاغلی عیسی زاده وایي چې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی یې دوه ډېپارټمنټونه (اداره او ډیپلوماسي او قضا او څارنوالي) او اقتصاد پوهنځی یې هم دوه ډېپارټمنټونه (مالي امور او بانکي امور) لري. دی وایي، څلور واړه ډېپارټمنټونه یې فعال دي او د ورځې په اوږدو کې په بېلابېلو وختونو کې ورته محصلین راځي او خپلې زده کړې کوي. ډاکټر نجیب عسی زاده وایي، چې د محصلینو د لاسرسي په موخه یې د ورځې په دریو وختونو کې د هغوی لپاره د زده کړو زمینه برابره کړې ده. د لوړو زده کړو په دې موسسه کې د ۱۵۰۰ په شاوخوا کې محصلین پر لوړو زده کړو بوخت دي، چې ۶۰ سلنه یې نارینه او پاتې ۴۰ سلنه یې ښځینه محصلینې تشکیلوي.

له ترکستان د لوړو زده کړو موسسې څخه تر اوسه پورې د زرو په شاوخوا کې محصلین د لېسانس په کچه په څلورو دورو کې فارغ شوي دي. نوموړی وایي چې فارغ شوي محصلین یې تر ډېره خپله په بلخ ولایت او دغه راز د هېواد په نورو ولایتونو کې په بېلابېلو دولتي او غیر دولتي ادارو کې پر کار بوخت دي او یا یې هم خپله د ځان لپاره کاروبارونه جوړ کړي او خلک یې ور سره پکار کړي دي. دی وایي چې تر ۱۳۹۷ کال پورې یې په کلني ډول د زرو په شاوخوا کې نوي محصلین جذبول، ځکه هغه وخت یې طب پوهنځی هم درلود چې اوسمهال د ځینو ستونزو له کبله تړل شوی دی. خو اوس چې طب پوهنځی نه لري، نو په فعالو دوو پوهنځیو کې یې د جذب کچه په کلني ډول د ۵۰۰ په شاوخوا کې ده.

ډاکټر نجیب عسی زاده وایي چې د لوړو زده کړو وزارت له مقرراتو سره سم یې د موسسې په د ننه کې مجهز کتابتون جوړ کړی، چې د لسو زرو په شاوخوا کې بېلابېل کتابونه یې پکې ځای پر ځای کړي دي. دی وایي چې د فعالو پوهنځیو اړوند او دغه راز زرګونه نور علمي کتابونه یې هم د محصلینو د ازادې مطالعې لپاره په خپل کتابتون کې ځای پر ځای کړي دي. دی وایي، که څه هم چې اوس هم په کتابتون کې په کافي اندازه کتابونه لري، خو هڅه یې دا ده چې کتابتون نور هم غني کړي او په یو زیات شمېر نور کتابونه هم په خپل کتابتون کې ځای پر ځای کړي. د فزیکي کتابتون تر څنګ ترکستان د لوړو زده کړو موسسه یو ډیجیټالي کتابتون هم لري، چې د نړۍ له مشهورو کتابتونونو سره وصل دی او دوی په رسمي ډول د دغو کتابتونونو غړيتوب لري.

د کتابتون تر څنګ، ترکستان د لوړو زده کړو موسسه د محصلینو لپاره مجهز کمپیوټر لب هم لري، څو محصلین وکولای شي چې په یاد کمپیوټر لب کې هم کمپیوټر زده کړي او هم یې له انټرنېټ څخه کار واخلي. د محصلینو لپاره وړیا ترانسپورت، د طب پوهنځی د محصلینو لپاره مجهز لابراتوار او د پوهنتون لپاره دایمي ودانۍ او شنه ساحه د ترکستان د لوړو زده کړو موسسې هغه امکانات دي، چې د خپلو محصلینو په واک کې یې ورکړي دي. ښاغلی عسی زاده وایي، چې دوی په پلان کې لري چې یو کلینیک هم جوړ کړي، څو د طب پوهنځي محصلین د نظري زده کړو تر څنګ په یاد کلینیک کې عملي زده کړې هم وکړي. دی وایي، هڅه یې دا ده چې په ټوله مانا د محصلینو لپاره هغه امکانات برابر کړي، چې دوی اړتیا ورته لري.

ښاغلی عسی زاده وایي چې د دې ټولو تر څنګ یې د محصلینو د وړتیاوو لوړولو لپاره بېلابېلې کمېټې هم جوړې کړې دي، د بېلګې په توګه، د څېړنې کمېټه، د مشورې کمېټه، حقوقي کلینیک او داسې نور. دی وایي چې خپله په بلخ ولایت کې یې د بانکونو په ګډون له ځینو نورو ادارو سره هوکړې لاسلیک کړې دي، چې له مخې یې محصلین د عملي زده کړو لپاره هلته ور استوي.

ترکستان د لوړو زده کړو خصوصي موسسه په کور د ننه په ځانګړې توګه په بلخ ولایت کې له ټولو خصوصي او دولتي پوهنتونونو سره ښې اړیکې لري. د دې موسسې د بهرنیو اړیکو مسوول ښاغلی ډاکټر نجیب عسی زاده وایي، چې دوی په بلخ کې د خصوصي پوهنتونونو په نوم یوه اتحادیه هم لري، چې یوازې د بلخ ولایت ۱۱ خصوصي پوهنتونونه یې غړیتوب لري. نوموړی وايي چې دوی د هېواد له نورو خصوصي او دولتي پوهنتونونو سره هم ښې اړیکې لري او هڅه یې دا ده چې له هېواده بهر هم له ځینو پوهنتونونو سره اړیکه ولري او علمي هوکړې ور سره لاسلیک کړي، څو له مخې یې خپل محصلین او استادان د لا نورو لوړو زده کړو لپاره ور واستوي.

ډاکټر نجیب عسی زاده وایي چې په بلخ ولایت کې له مولانا خصوصي پوهنتون پرته تر اوسه پورې نورو پوهنتونونو ته د لوړو زده کړو وزارت لخوا ډیپلومونه نه دي ویشل شوي. دی وایي چې دوی خپلو فارغ شویو محصلینو ته یوازې د نمرو ترانسکرېپټ او یوه تصدیق پاڼه ورکوي، چې محصلین کولای شي د نورو لوړو زده کړو او دندې په پیدا کولو کې ترې ګټه واخلي. ښاغلی عسی زاده وایي چې کله د لوړو زده کړو له لوري دوی ته د دولتي ډيپلومونو د وېش وار ورسېږي، نو دوی به هم خپلو محصلینو ته دغه ډیپلومونه وویشي.

د طب پوهنځي بیا فعالول، د نویو پوهنځیو ایجادول، له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاع کول، د ماسټرۍ پروګرام پیلول، په کور د ننه او بهر کې له معتبرو پوهنتونونو سره اړیکې جوړول او د علمي هوکړو لاسلیک کول او دې ته ورته نور د ترکستان د لوړو زده کړو خصوصي موسسې راتلونکي پلانونه دي.

د ترکستان د لوړو زده کړو موسسه د لوړو زده کړو له وزارت څخه کومه ګیله نه لري، خو وايي، که د لوړو زده کړو وزارت ټولو خصوصي پوهنتونونو ته د نویو پوهنځیو د ایجاد فرصت بیا ورکړي، دوی به په خپل تشکیل کې نوي او هغه پوهنځي ایجاد کړي، چې هم یې د کار مارکېټ تقاضا کوي او هم د محصلینو لپاره نوي او په زړه پورې وي.

Previous Post

د مصالحې عالي شورا یو مثبت ګام او څو اندېښنې

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
ولسمشر غني: موږ د مذاکراتو لپاره جدي یو، طالبان دې هم اوربند ته تیار شي

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ننګرهار کې د کانال پر ځمکو د کرل شويو غنمو حاصلات زیات شوي

ننګرهار کې د کانال پر ځمکو د کرل شويو غنمو حاصلات زیات شوي

مې 21, 2024
انټونیو ګوټریش شانګهای ته ورسېد

انټونیو ګوټریش شانګهای ته ورسېد

جولای 16, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved