ترکمنستان افغان محصلينو ته د ريل پټلۍ په برخه کې ۲۸ تحصيلي بورسونه ورکوي. کابل کې د ترکمنستان سفير خواجه عوضوف د اوسپنۍ پټلۍ ادارې له رييس ملا بخت الرحمان شرافت سره کتنه کې ويلي چې هېواد يې ۲۸ افغان محصلينو ته د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د روزنې ورکولو پلان لري. د دې پلان پر بنسټ به افغان محصلينو ته څلور مياشتې روزنه ورکول کيږي چې وروسته به يې له تجربو د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په تخنيکي برخو کې استفاده وشي. د ترکمنستان سفير د اقينې – اندخوی د اوسپنې پټلۍ د ريلي چارو د بشپړېدو خبر هم ورکړی او د افغانستان د اوسپنۍ پټلۍ د ادارې مشر بيا ويلي چې دوی به ډير ژر د يادې پټلۍ غير ريلي چارې هم بشپړې کړي چې ورسره به اندخوی ته د ترکمنستان مستقيم انتقالات پيل شي.












