د ترکمنستان د نفت او ګازو سکټور په یوه غونډه کې د ټاپي نللیکې د پرمختګ بهیر څېړلی او د دې سترې پروژې د عملي چارو پر ګړندیتوب یې ټینګار کړی. د ترکمنستان د دولتي شرکت «ترکمننېفت» د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د سرحداباد – هرات برخې د اصلي نللیکې د جوړېدو وضعیت ارزولی شوی او ټینګار شوی چې د پروژې چارې دې د نړۍوالو تخنیکي معیارونو له مخې بشپړې شي. ټاپي د نږدې ۱۸۰۰ کیلومترو په اوږدوالي د طبیعي ګازو پروژه ده چې د بشپړېدو وروسته به هر کال ۳۳ میلیارد متر مکعب ګاز له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته انتقال کړي.










