ترکیه ۲۲۷ تنه افغان کډوال بېرته افغانستان ته لېږي. د ترکي رسنیو د راپور له مخې، دا افغانان، چې په غیرقانوني ډول ترکیې ته تللي، په چارتر الوتکو کې بېرته افغانستان ته استول کېږي. ترکیې تر دې وړاندې هم سلګونه افغان پناه غوښتونکي د هوا له لارې افغانستان ته استولي دي. په همدې حال کې ترک چارواکي وايي چې په خپله خوښه له ستنېدونکو افغانو سره د دوی په خپل هېواد کې د کارموندنې په شمول بېلابېلې مرستې کوي او له کله چې یې دا پروژه پیل کړې، ترکیې ته د افغانانو د پناه وړلو بهیر ټکنی شوی دی.












