سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
in ليکنې او تحلیلونه
0
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

لیکنه: امنه عزیزي

ننګرهار کې په دې وختونو کې د ښځو لپاره د ځانګړو خوندي رسټورانټونو پېرودونکو شمېر څو برابره زیات شوی، ګڼ مېشتی جلال آباد ښار چې په کې د تفرېح لپاره کم ځایونه
او فرصتونه پیدا کیږي، په ځانګړې توګه د ښځو لپاره د تفرېح ټاکلي ځایونه ډېر کم تر سترګو کیږي. خو په په وروستي یو کال کې د ښځینوو د تفرېح او کورنیو راټولېدو لپاره د بېلابېلو لویو مغازو په پورتنیو برخو کې خوندي رسټورانټونه جوړ شوي دي.

ډله ډله نجونې د ژوند له ستړو او ناخوالو د لېرې کېدو لپاره دلته راځي او په خپلو منځونو کې د زړه خوالې مجلسونه په خوندورو خوړو ګرموي.

مدینه عزیزي چې وخت ناوخت له خپلو ملګرو سره رسټورانټ ته راځي وایي، دلته له ملګرو سره لیده کاته کوي او د مجلس او تفرېح لپاره دا ځایونه ورته خوندي دي.

آغلې عزیزي زیاتوي:«دلته راتګ راته یو څه راحته دی، هر کله مې هم چې زړه تنګ شيله ملګرو سره رسټورانټ ته راځم، هم خپلمنځي کیسې او مجلس کوو چې دا زموږ د ذهن له تازه کېدو سره ډېره مرسته کوي او هم خوندور خواړه خورو.»

دا رسټورانټونه چې د ښځینه پېرودونکو په وینا په ښکلې او زړه راښکوونکې بڼه جوړ شوي، د کورنیو راټولېدو لپاره یې هم ښه فرصت برابر کړی.

په لومړیو کې دغو رسټورانټونو ته د کورنیو راتګ له یو څه محدودیتونو سره مخ و خو اوس د یو کور ښځینه، نارینه او ماشومان کولی شي ورته تګ راتګ وکړي او په خپلمنځونو کې نه هېرېدونکې شېبې جوړې کړي.

فوزیه سیدي چې له خپلې کورنۍ سره یو له دغورسټورانټونو ته راځي وایي، په لومړیو کې یې یوازې ښځې پریښودلې، د ناستې ځایونه یې یو څه کوچني وو خو اوس یې پراخه کړي او له هرې کورنۍ سره محرم نارینه هم پریږدي.

مېرمن سیدي له کورنۍ سره د راتګ او د تفرېح د ګټو په اړه غږیږي: «ډېر خوشحالیږو کله چې له کورنۍ سره دلته راځو، په خپلو کې ښکلي انځورونه اخلو، د خپلو ورونو، سره مېړه سره او د خاطراتو په ډول یې ساتو. واقعاً دغسې ځایونو ته تلل او تفرېح کول زموږ په ذهنونو او فکرونو مثبت اغیز کوي، زموږ ستړیا له منځه وړي او همدارنګه د کورنۍ د غړو ترمنځ د میني د زیاتوالي لامل کیږی ځکه د خپلې کورنۍ غړو ته وخت ورکول تر ټولو مهمه خبره ده، نارینه تل په خپلو دندو کی بوخت وي او داسې ځایونو ته په تګ سره د خپلو کورنیو تر څنګ ښه وخت تیروي.»

د ښځینو لپاره دغه رسټورانټونه نه یوازې د ورځې له خوا خوندي او له ګڼې ګوڼې ډک وي بلکې د شپې له خوا هم ډېرې کورنۍ د تفرېح او خوندورو خوراکونو د خوړلو لپاره راځي.

لیلا صافۍ چې ډېر کله د شپې له خوا رسټورانټ ته راځي وایي: «هر کله چې کور کې د ستړیا احساس وکړو یا مو د کور خواړه په طبیعت نه وي او یا مې کاکا لورګانې زموږ کور ته راشي نو بیا د شپې له خوا رسټورانټ ته د تګ نیت کوو او واقعاً ډېر په امن کې دي او آرامه ځایونه دي.»

د ښځینوو د یوه ځانګړي رسټورانټ مدیر مسوول روح‌الله آمین د داسې یو ځای د جوړېدو انګېزې او د ښځینه پېرودونکو په اړه وایي، زموږ اساسي موخه دا وه چې ښځې او کورنۍ وکولی شي په یو ارام، باعزته او خوندي چاپېریال کې له بېلابېلو خوړو خوند واخلي. موږ د ټولنې کلتوري ارزښتونو، حیا او کورني آرام ته ځانګړې پاملرنه کړې، زموږ هڅه دا ده چې د ټولنې کلتوري ارزښتونو ته په درناوي، داسې چاپېریال رامنځته کړو چې هره کورنۍ او هره مېرمن په کې له بشپړ اطمینان سره ګډون وکولی شي.

ښاغلی آمین د محدودیتونو په اړه په ټینګار سره وایي: «له پیل څخه مو هڅه کړې چې غیرضروري محدودیتونه موجود نه وي. کورنۍ کولی شي په ازاد ډول زموږ له خدماتو استفاده وکړي. یوازینی اصل چې مراعتېږي، د نظم، احترام او د نورو مشتریانو د آرام ساتل دي.»

روح الله آمین د پخوا په پرتله د ښځینه پېرودونکو د شمېر د ډېروالي خبره کوي او زیاتوي، د ښځینه پېرودونکو شمېر د پام وړ زیات شوی. دا زیاتوالی د دې ښکارندويي کوي چې زموږ خدمات د ښځو د اړتیاوو او توقعاتو سره سمون لري.

دې ته ورته د یو بل رسټورانټ مدیر مسوول نورالحق زړګی هم د ښځو لپاره د تفرېح خوندي ځای د برابرولو په اړه وایي، زموږ اصلي انګېزه دا وه چې ښځې او کورنۍ وکولی شي په ارام، خوندي او د حیا له اصولو سره سم چاپېریال کې له خوراک او تفریح خوند واخلي. په ټولنه کې دا اړتیا ډېره محسوسېدله، ځکه ډېری ښځې او کورنۍ د مناسب محرمیت او امنیت د نشتوالي له امله عامو رسټورانټونو ته نه تلې. موږ غوښتل داسې ځای رامنځته کړو چې ښځې په کې ځان باوري، ازادې او هوسا احساس کړي.

ښاغلی زړګی د رسټورانټ د جوړولو په لومړیو کې د مسلکي ښځینه کارکوونکو نشتوالی د ستونزې په توګه یادوي او وایي، په پیل کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ شو، لکه د مناسب ځای موندل، د لګښتونو لوړوالی، د مسلکي ښځینه کارکوونکو پیدا کول، او د خلکو د باور ترلاسه کول. ځینو کسانو دا نظر نوی باله او شکمن وو، خو د وخت په تېرېدو سره، د خدماتو او مناسب چاپېریال له لارې دا ستونزې تر ډېره حل کړې.

نورالحق زړګی د دوی رېسټورانټ ته د کورنیو پر راتګ د محدودیتونو د نشتوالي خبره کوي او زیاتوي: «له پیل زموږ هڅه دا وه چې د کورنیو لپاره اسانتیاوې برابرې کړو. کوم ځانګړی غیر ضروري محدودیت نشته، یوازې د نظم، پاکوالي او د نورو مراجعینو د آرام لپاره ځینې اصول مراعاتېږي. اوس هم کورنۍ کولای شي په بشپړ ډاډ او ارامتیا سره زموږ رسټورانټ ته راشي.»

په دغو رسټورانټونو کې ښځینه خدمتګارانې او پخلي کوونکي تراوسه نشته او ټولې چارې یې د نارینه کارکوونکو له لوري سمبالیږي.

خو بل لور د دغو رسټورانټونو یو شمېر پېرودونکې د خوړو له بیو شکایت کوي وایي، مناسبې نه دي او ډېرې نجونې یې نه شي پرې کولی. په ځواب کې یې د رسټورانټونو مدیر مسؤولان وایي، موږ د بیو په ټاکلو کې تل د کیفیت او د خلکو د اقتصادي وضعیت ترمنځ توازن په پام کې نیسو. زموږ هڅه دا ده چې معیاري، پاک او خوندور خوراک وړاندې کړو، خو په داسې بیه چې د ډېرو کورنیو لپاره د منلو وړ وي. سره له دې، د بازار د بیو او د موادو د لګښت له امله کله ناکله بیې لوړېږي، خو موږ هڅه کوو دا زیاتوالی تر ممکن حده محدود وساتو او د مشتریانو شکایتونو ته جدي پاملرنه وکړو.

د یادونې وړ ده چې په ننګرهار کې د مېرمنو د تفرېح او راټولېدو لپاره د دا ډول ټاکلو او خوندي ځایونو د جوړېدا هڅې نوې پیل شوي دي.

Previous Post

د کرنې وزارت یوه پلاوي ایران ته سفر کړی

Next Post

چين او افغانستان له ۷۰ کلونو راهيسې پر ښه ګاونډيتوب او ملګرتيا ټينګار لري

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
د تایوان د بېرته وصلېدو تاریخي به یاد ساتل، د سیمې سوله او ثبات ساتنه
ليکنې او تحلیلونه

د تایوان د بېرته وصلېدو تاریخي به یاد ساتل، د سیمې سوله او ثبات ساتنه

by Spogmai Radio
دسمبر 2, 2025
Next Post
چين او افغانستان له ۷۰ کلونو راهيسې پر ښه ګاونډيتوب او ملګرتيا ټينګار لري

چين او افغانستان له ۷۰ کلونو راهيسې پر ښه ګاونډيتوب او ملګرتيا ټينګار لري

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ملا یعقوب: د یوه منظم، مجهز او پیاوړي پوځ جوړولو ته ژمن یو

ملا یعقوب: د یوه منظم، مجهز او پیاوړي پوځ جوړولو ته ژمن یو

مارچ 4, 2022
عامې روغتیا وزیر: هڅه مو داده، چې روغتیايي سکټور پر ځان بسیا کړو

عامې روغتیا وزیر: هڅه مو داده، چې روغتیايي سکټور پر ځان بسیا کړو

مې 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved