امریکا یوه توافق ته د رسېدو لپاره پر طالبانو او افغان حکومت فشارونه ډېر کړي دي. امریکا غږ انګلیسي برخه په یوه راپور کې وايي چې د ترکیې کنفرانس د بریا لپاره ټولې هڅې روانې دي او امریکا غواړي چې د خپلو سرتېرو ایستلو ته زمینه برابره کړي. سرچینه کاږي چې د یوه توافق د رامنځ ته کېدو په موخه امریکا پر طالبانو او افغان حکومت هم فشارونه ډېر کړي دي. په راپور کې راځي چې ولسمشر غني د امریکا د موقت حکومت د طرحې په مقابل کې د تر وخت مخکې ټاکنو طرحه جوړه کړې ده خو لا روښانه نه ده چې د استانبول په غونډه کې به یې پر وړاندې د ګډونوالو دریځ څه وي. تر دې وړاندې هم رسنیو راپورونه خپاره کړي وو چې امریکا د خپلو سرتېرو د وتلو لپاره زمینه برابروي چې له همدې امله یې پر طالبانو او افغان حکومت فشارونه ډېر کړي څو د سولې یوې هوکړې ته ورسېږي.












