د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ په یوه تازه مرکه کې ویلي چې امریکا او نړیواله ټولنه په افغانستان کې د یو پراخبنسټه حکومت پر جوړېدو ټینګار کوي. هغه زیاته کړې ده چې دوی په واک کې د مشخصو څېرو غوښتنه نه کوي بلکې داسې یو ټولشموله دولت غواړي چې ټول افغانان پکې خپل ځانونه وویني. ویسټ څرګنده کړې ده چې دوی د افغانستان د راتلونکي په اړه د داسې مانادار، ملي او ټولمنلي ترکیب غوښتونکي دي چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي. د یادونې ده چې تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي ویلي وو چې امریکا او نوره نړۍ له پراخ بنسټه دولت څخه مشخص تعریف نه لري او په خبره یې د امریکا دا غوښتنه یوازې یوه پلمه ده نور بس.












