کورنیو چارو وزارت وایي چې تېره یوه ورځ کې د طالبانو په بریدونو او ماین چاودنو کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي. د یاد وزارت ویاند طارق ارین په یو غږیز پیغام کې ویلي چې دغه ملکي وګړي په لغمان، تخار، سرپل، خوست او ننګرهار کې مړه او ټپيان شوي دي. هغه زیاته کړې چې په وژل شویو کې یو ماشوم او په ټپیانو کې ښځې هم شاملې دي. هغه پر طالبانو تور پورې کړی دی چې د ماینونو په خښولو سره ملکي وګړي په نښه کوي. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې نن په هلمند کې هم د سړک غاړې ماین چاودنې پنځه ملکي وګړي وژلي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.












