د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په تېر ۱۴۰۱کال کې د هوايي دهلېزونو له لارې نږدې ۲۰۰ میلیونه ډالره صادرات او واردات شوي دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې هند، چین، متحده عربي اماراتو او امریکا ته صادرات او واردات ډېر شوي دي. په ورته وخت کې یو شمېر سوداګر وايي په نړۍوالو بازارونو کې د سيالۍ لپاره باید د هوايي د هلېزونو له لارې صادرات زیات شي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وینا د هوايي دهلېزو له لارې تر ډېره وچه او تازه میوه بهر ته صادریږي او همدا راز له اړوندو مسوولینو سوداګرو ته د لا نورو اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه لري. یو شمېر سوداګر بیا پر دې باور دي، چې د هوايي دهلېزو له لارې د صادراتو ډېرېدل په نړۍوالو بازارونو کې له نورو ورته توکو سره د سیالۍ په برخه کې مهم رول لري.











