روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۳۱۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۲۸ کسان مړه شوي او ۵۵۹ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۱۴۷ زره او ۴۷۳ ته او د مړه شویو هغه بیا ۶ زره او ۷۳۶ ته لوړ شوی دی. یاد وزارت زیاته کړې چې که څه هم په وروستیو کې د کرونا وبا مثبتې پېښې مخ په کمېدو دي خو هېوادوال دې د دغې وبا د درېیمې او خطرناکې څپې پراختیا مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.












