د امریکا ددفاع وزارت په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بللی دی. ددغه وزارت ویاند جان کربي په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي د ټولو اړخونو تمه دا ده چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي او د سولې خبرو ته کېني. دده په وینا روان وضعیت دا شک رابرسېره کوي چې ګواکي طالبان سولې ته ژمن نه دي او هڅه کوي د زور له لارې ځان واک ته ورسوي. جان کربي په افغانستان کې د ځواکونو د حضور په اړه ویلي چې په دغه هېواد کې وضعیت ورځ تربلې پېچلی کېږي، نو دوی پر هغه جزیاتو کار کوي چې څنګه کولی شي د امریکا سفارت او کابل هوایي ډګر د ځینو برخو د ساتلو لپاره خپل سرتېري ولري. دده په وینا په دې اړه تر اوسه پرېکړه نه ده شوې خو امریکایي چارواکي ورباندې بحثونه کوي او د حل پیدا کولو په لټه کې دي.












