ایټالیایي چارواکو نن ویلي چې د غوڅ ملاتړ ماموریت تر چتر لاندې یې په افغانستان کې ماموریت پای ته رسېدلی دی او خپل ټول سرتېري یې له دغه هېواد څخه ایستلي دي. د ایټالیا د دفاع وزیر لورنسو ګویریني د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې تېره شپه په افغانستان کې د ایټالیا ماموریت په رسمي توګه پای ته رسېدلی او خوشحاله دی چې سرتېري یې روغ رمټ خپلو کورونو ته ستانه شوي دي. هغه ټینګار کړی دی چې د ځواکونو له وتلو سره هر څه پای ته نه رسېږي بلکې هېواد به یې د ناټو د نورو غړو سره یو ځای د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي. د یادونې ده چې د ۲۰۰۱ میلادي کال له پیله تر اوسه شاوخوا ۵۰ زره ایټالیایي سرتېرو په بیلو ماموریتونو کې په افغانستان کې دنده ترسره کړې ده.












